Homeخبرونهمتقي: ازبکستان دې د بریښنا په اړه خپله ژمنه عملي کړي

متقي: ازبکستان دې د بریښنا په اړه خپله ژمنه عملي کړي

تاند:( یکشنبه، د دلوې دویمه)‏ د طالبانو د رژيم د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي نن له ازبکستان څخه وغوښتل، چې د بریښنا د صادرولو په اړه دې افغانستان سره خپلې ژمنې عملي کړي.

نوموړي نن د کرنيزو توليداتو د نندارتون پر مهال خپله وینا کې وویل، چې ازبکستان د برېښنا د تړون خلاف پر افغانستان بریښنا پرې کړې، چې د ژمي په ډېر سوړ موسم کې ېې خلک سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

له ازبکستان څخه په راپورونو کې راغلي، چې په نړيواله کچه د سوړ موسم له شدت سره خپله ازبکستان هم د ګازو او بریښنا له کمښت سره مخ شوی دی.

ازبکستاني چې په دې اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...