Homeخبرونهکړوخیل: شېخ نديم د ملا هبت الله د خور خاوند او ټولواک...

کړوخیل: شېخ نديم د ملا هبت الله د خور خاوند او ټولواک دی

تاند:( یکشنبه، د دلوې دویمه)‏ افغان سياستوالې شینکۍ کړوخیل، چې په جمهوري نظام کې د ولسي جرګې غړې او په کاناډا کې د افغانستان سفیره پاتې شوې وه، د طالبانو له امیرالمؤمنین ملا هبت الله اخندزاده سره د دوی د رژيم د لوړو زده کړو د وزیر شیخ ندا محمد ندیم د خپلوۍ د رشتې يادونه کړې ده.

نوموړې په يوه ټلويزيوني مرکه کې وويل ، چې شېخ نديم د ملا هبت الله اخندزاده د خور خاوند دی، ځکه پراخ صلاحيتونه ورکړل شوي او ډېره سخت دریځي کوي.

شینکۍ کړوخیل دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د طالبانو د لوړو زده کړو د وزیر په توګه د ندا محمد ندیم له ټاکل کیدو وروسته د نوموړي افراطي څرګندونې او اقدامات زيات شوي دي.

طالبانو د خپلو نورو مشرانو او چارواکو په شان د ندا محمد ندیم ژوند ليک، د زده کړو معلومات او نور جزییات هم نه دي په ډاګه کړي.

ندا محمد ندیم د طالبانو له بيا واکمنيدو وروسته د طالبانو په رژيم کې د ننګرهار والي، امنیه قومندان، د کابل والي او اوس د لوړو زده کړو وزير دی.

د طالبانو په کابينه کې تر نیمايي زیات غړي د لوی کندهار اړوند دي، چې ملا هبت الله، ملا محمد حسن اخند، ملا عبدالغني برادر، ندا محمد ندیم، د دفاع، مالېې، کار او ټولنيزو چارو او ډېرو نورو وزارتونو وزيران ېې د يادونې وړ دي.

د طالبانو چارواکي د سمتي واک د انحصار تر څنګ ځینې منتقدین د څو کورنيو انحصاري حکومت هم بولي.

د طالبانو د موسس ملا محمد عمر مجاهد له کورنۍ څخه د طالبانو په کابينه کې د نوموړي يو زوی محمد یعقوب مجاهد د دفاع او د‌ ملا عمر ورور ملا عبدالمنان عمري د کار او ټولنيزو چارو وزير دی. د طالبانو د چارو ادارې يو مرستيال د ملا عمر زوم یاد شوی.

د دې ترڅنګ د جلال الدين حقاني يو زوی سراج الدين حقاني د طالبانو د کورنیو چارو او د جلال الدين ورور خلیل الرحمن حقاني د کډوالو او بیرته راستنيدونکو چارو وزير دی.

د طالبانو د لوی درستیز مرستیال حاجي مالي خان د جلال الدين حقاني د مېرمنې ورور دی.

د طالبانو په اړه دا خبرونه په داسې حال کې دي، چې دوی د خپلې واکمنۍ يوه لويه لاسته راوړنه د قدرت د انحصار او جزيرو ختمول بولي.

2 COMMENTS

  1. آغلی شینکۍ کړوخیل کله وای چه د طالبانو امیرالمؤمنین ملا هبت الله اخندزاده هیڅ موجودیت نلری. او کله وای چې د ملا هبت الله د خور خاوند شېخ نديم دی.

  2. نه هبت شته او نه کوم جټ .
    شاید کوم پنجابی جرنیل یا کرنیل وي چې ځان چاته نه ښکاره کوي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...