شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهم.م: د ښځينه حقونو په اړه ط-ان پر دوه ډلو تقسیم شوي

م.م: د ښځينه حقونو په اړه ط-ان پر دوه ډلو تقسیم شوي

تاند:( یکشنبه، د دلوې دویمه)‏ د ملگرو ملتونو د سرمنشي یوه ویاند فرهان حق د ښځو د حقونو په اړه د افغانستان د حاکم رژیم د چارواکو د دوه ډلې کیدو خبر ورکړی.

نوموړي اسوشیتد پريس خبري اژانس ته ويلي، چې د طالبانو ځینې مشران په افغان نجونو او ښځو محدودیتونه غواړي خو ځینې نور یې بیا په ښکاره توگه د محدودیتونو د رفع کولو پلوي کوي.

سرچینې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

تاند ته د طالبانو ځینو سرچینو ویلي، چې په کندهار کې د طالبانو اميرالمؤمنين ملا هبت الله اخندزاده او ورته نېږدې يو شمېر وزيران او د هغه خپل مشاورين د طالبانو د پریکړو په اصلي مرجع او د افراطي پریکړو په ترسره کوونکو بدل شوي.

سرچینه زیاتوي، چې د طالبانو د قطر ډلې تر څنګ چې د دوی د رييس الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر ېې مشري کوي، د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب او د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او د دوی پلویان ټول د نجونو او ښځو د زده کړو او کار مخالف نه دي.

د پخواني ولسي جرګې مرستيال نذير احمدزی باور لري، چې په دې اړه د طالبانو خپلمنځي اختلافات به ژر برسېره او د دوی تر منځ د پراخو ناندريو سبب شي.

د احمدزي په باور، طالبان تر ډېره د لوی کندهار او لوی پکتیا په ډلو وېشل شوي او د لوی پکتیا طالبان چې مشري ېې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او حقاني شبکه کوي، د ښځو د حقونو په ګډون د نورو افراطي پریکړو پر وړاندې په ښکاره ښايي ودريږي.

د سراج الدين حقاني نیږدې کس او مخکینی وياند قاري سعید خوستی بيا وايي، چې سراج الدين حقاني د طالبانو ځينو پریکړو سره د نظر له اختلاف سره بیا هم د طالبانو د مشرتابه د « اطاعت » حکم ته غاړه ږدي.

د طالبانو وياندويانو د ملګرو ملتونو د وياند څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

ځینې راپورونه څرګندوي، چې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د مرستیالې امینه محمدي په مشرۍ د لوړپوړي پلاوي د سفر پر مهال د طالبانو مشرانو د ښځو د حقونو ورکولو ته رضايت ښودلی، خو شرط ېې ایښی چې نړیوال دې د دوی حکومت په رسمیت وپیژني او هم دې د دوی پر مشرانو د بهرنيو سفرونو بندیزونه لغوه کړي.

له دې راپورونو وروسته، د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ویاند عبدالقاهر بلخي الجزیرې ټلویزیون ته ویلي، چې د نجونو د زده کړو د ځنډ په اړه د دوی پریکړه وروستۍ نه، بلکې موقتي ده او بیرته به دا زده کړې پیل شي.

1 COMMENT

  1. اوس یواځی تمرکز د ښځو د تعلیم او کار په اړه اوج ته رسیدلی ،مګر همدا ظلم او بی عدالتی د علما او متخصصینو، لوړ رتبه او حتی ټیټی رتبی مامورینو او هری معاش لرونکی ډلی سره عمومیت لری
    د هری ناروا وسیلی ،دسیسی او بهتان نه تر جمعی قتل د سابقه مامورینو لکه د وزارت خارجه پیښه
    هم د همدی تخلیی او اشغال برخه ده۰
    دوی اکثرو اداری کارونو کی تر هغه ځینی مامورین ساتلی چی یو څه یی زده کړی ،بیا یی په تحقیر او
    دسیسو شړلی،اوس په جهر او افتخار کلاب امت اعلانوی چي موږ ډدی چوکۍ لپاره شل کاله شهیدان ورکړی ؛نو یواځينی مستحقین موږ یو ح،او کیدی شی چي د ښځو کاربندیز هم ډدی منافقت
    یوه برخه وی،ترڅو کرسۍ تخلیه او بیا د دوی په ملیشو اشغال شی۰
    د دوی حرص او لوږه دومره په بغارو ده چي نه به کار اهل ته یی وسپارل شی او نه به مومن ملت د
    خدمت څکه وکړی ۰ فاعتبروا یا اولی الابصار
    نو الله عزیز ذو انتقام ذات دی ،موږ ظالمان هغه ته سپارو، او دی ملت ته خادم حکام غواړو۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب