شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهپر افغان کانونو د چین او پاکستان چور؛ ننګرهار کې یې ۲...

پر افغان کانونو د چین او پاکستان چور؛ ننګرهار کې یې ۲ قاچاقبران نیول شوي

تاند:( یکشنبه، د دلوې دویمه)‏ په داسې حال کې، چې د طالبانو رژيم پر افغان کانونو د چین د ډېرې پانګونې تمه لري؛ چینایان د پاکستانيانو په مرسته د افغان کانونو په چور چپاول تورنیږي.

 د طالبانو د رژيم له ځینو سرچینو څخه افشا شوې، چې په ننګرهار کې د شاوخوا ۱۰۰۰ مټریک ټنه لیتیم لرونکو ډبرو د کېدونکي قاچاق په تور په نیول شویو پینځو تنو کې ۲ ېې چینایان دي.

طالبانو پرون په دې اړه خپره کړې اعلامیه کې د نیول شویو کسانو هويت نه و په ډاګه کړی او لا هم د دوی رسمي سرچينو په دې اړه څه نه دي ويلي.

اوس خپاره شوي راپورونه څرګندوي، چې چینایي اتباعو او د هغوی افغان همکارانو پلان درلود چې په غیر قانوني ډول د پاکستان له لارې چین ته “قیمتي ډبرې” انتقال کړي.

تاند ته له دې موضوع يوې باخبره سرچينې وويل، چې په دا ډول قاچاقو کې پاکستانيان تر هر چا ډېر مهم نقش لري، خو د طالبانو چارواکي د هغوی په اړه څه نه شي ويلی.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت یوه جګپوړي چارواکي، محمد رسول عقاب، اټکل وکړ چې نيول شوې ډبرې “تر ۳۰٪ پورې لیتیم لري.”

 هغه زیاته کړه، دغه ډبرې‌په “پټه توګه” له نورستان او کونړ څخه استخراج شوي، چې له پاکستان سره په ګډه پوله کې د افغانستان له څو ولایتونو څخه دوه دي.

په ننګرهار کې یوه خبریال د نوم نه خپریدو په شرط تاند ته وويل، چې د طالبانو له لوري د يادو ډبرو د تشخيص په پلاوي کې د ننګرهار لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي محمد حنیف او څو نور ملایان، چې د معدنونو په اړه هیڅ نه پوهیږي شامل وو.

د دغه خبریال په وینا، د یادو ډبرو د نیول کیدو په اړه د طالب چارواکو په خبري کنفرانس کې د معدنونو اړوند يو مسلکي انجینر نه و، چې د دوی پوښتنې ېې ځواب کړې وې.

د طالبانو له بيا واکمنيدو سره، د دوی چارواکي په پرله پسې ډول د صادراتو د کچې د زیاتیدو او پر افغان معدنونو د بهرنيو پانګوالو د پانګونې د لېوالتیا خبرونه ورکوي.

د طالبانو منتقدین بيا نیوکې کوي او وايي، چې د افغانستان له اداري نظام څخه د مسلکي کادرونو له شړلو وروسته، طالب ملایان له قانوني صلاحيت وراخوا پر کانونو او نورو طبيعي زيرمو د مسلکي صلاحيت د نه لرلو له کبله هم د خبرو او معاملو حق نه لري.

د طالبانو د معادن او پټرولیم وزیر مولوي شهاب الدين دلاور بيا په دې اړه نیوکې ردوي او ټینګار کوي، چې هم د معدنونو د قاچاق په مخنيوي او هم ېې د تړونونو په شفافيت کې جدي دي.

4 COMMENTS

  1. د طالبانو یو مشر را خخه مشوره غوشتل د موضوعاتو تر سنگ می ورته وویل چی اولا باید دکارمندانو تر منز د صمیمیت او کار روحیه پیدا کری کوشش وکری تر سو د کارمندندانو تر منز متقابل احترام او اتحاد رامنز ته کری. دی عالی جناب راته ویل چی دا سنگه وکرم.
    دا عالی جناب ملامت نه وو زکه دی پخپله د تر اوسه محصل وو فقط گمارل شوی وو.
    د اسلامی امارت د ناکامی یو دلیل به همدا بی مسلکیتوب وی.

  2. زما د ګوګل پلټني دا معلومات راکړه چه ليتيم په طبيعی حالت د ليتيم اکساېډ په شکل په معدني شکل د pegmatite په نوم دی چه د خالص ليتيم استخراج په تجارتي ډول د همدې ليتيم اکساېډ څخه کيږي. مقصد دا چه ليتيم په طبيعت کښ پ خالص ډول نه مونده کيږي ځکه چه د هوا سره شديد تعامل کوي. لوړ ترين خالص ليتيم اکساېډ په معدنو کښ تر 8.3% نه زياتيږي. تجارتي معدني ليتيم اکساېډ په عمومي معدنو کښ د 1% بيا تر 3% پوري وي. لاندي به د ګوګل د پلټني معلومات وړاندي کړم:
    Among those, spodumene is the most abundant lithium ore. The naturally occurring form contains 8% pure lithium oxide (Li2O), but commercial ores usually contain only 1–3%. Spodumene concentrate is used to produce lithium

  3. نو نور پلټنه به دا ښکاره کړي چه فقط د خالص معدني کاڼو 3.73% د ليتيم خالص فلز دی. يعني په يو کيلوګرام معدني کاڼو څخه تقريبآ 40 ګرامه دليتيم فلز اخراجولی شي. زما مقصد دادی چه موټران ډک په ډبرو قاچاق حمل ونقل په زرو کيلومترو فاصله ېې په مصرف نه ارزي. 🤓😀. اقتصادي استخراج دا لازموي چه حد اقل د ليتيم اکسايډ د نورو بې ارزشه ډبرو څخه په معدن کښ بېل شي او بيا حمل ونقل شي. تر ټولو اقتصادي استخراج د فلز به د معدن څنګ ته د ېوې فابريکې موجوديت وي.

  4. ALL AFGHANS ARE RESPONSIBLE ;
    TO KEEP AND SECURE AFGHAN MINERALS.
    AND TALIBS MUST BRING TO JUSTICE ALL THEFTS.
    THIS MINERAL BELONG TO ALL OF US.
    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب