شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونه«د سولې او ولسواکۍ ملي نهضت» خپل موجوديت اعلان کړ

«د سولې او ولسواکۍ ملي نهضت» خپل موجوديت اعلان کړ

تاند:( یکشنبه، د دلوې دویمه)‏ د‌ افغانستان د پنځو بهر مېشتو سیاسي حرکتونو تر منځ د سولې او ولسواکۍ د ملي نهضت په نوم ايتلاف اعلان شو.

د دغه نهضت مرستيال او وياند شاه محمود میاخیل وايي د دوی د ایتلاف هدف دا د پراګنده سیاسي حرکتونه سره منسجمول دي.

نوموړی زیاتوي:« په همدې خاطر لاندې پنځه سیاسي حرکتونه چې د افغانستان ملي ارزښتونو ته ژمن دي او په ولسواکۍ باور لري، سره یو ځای شول.د جمهوري غوښتونکو خوځښت، په بهر کې د وطن ګوند عالي شورا،

د افغانستان ملي ترقي ګوند، د افغانستان سوسیال دیموکرات ګوند (افغان ملت) او د افغانستان ملي ګانګریس.»

شاه محمود میاخیل زياتوي، چې د دغه نوي ايتلاف مشر د حرکتونو د الفبا په حساب، انجینر عنایت الله اسحق زی د شپږو مياشتو لپاره رييس ټاکل شوی.

شاه محمود میاخیل، فقیر محمد ودان، محمد اسمعیل غرنی او نجیب الله رحماني د ياد شوي سياسي ايتلاف د مرستیالانو په توګه ټاکل شوي.

میاخیل وايي:« دا د حرکت پیل دی چې افغانان د ملي ارزښتونو په بنیاد سره یو ځای شول او نورو ډلو او مستقل علمي شخصیتونو باندې هم غږ کوي چې سره یو ځای او په شریکه کار وکړي.»

په افغانستان کې د طالبانو حاکم رژیم له هېواده بهر د ورته حرکتونو رامنځته کیدل د هېواد لپاره بې ګټې بولي، خو په هېواد کې دننه ېې د سياسي ګوندونو فعاليت منع کړی او د ټولو سياسي او مدني حرکتونو جوازونه لغوه کړي.

2 COMMENTS

  1. ددې بیهوده او فضولو خلکو ایتلاف د افغانانو نمایندګي نکوي. دا ټول هغه مرتجع او فاسد اشخاص دي چې تابعتونه د نورو هیوادو لري او سرمایګزاري هم په نورو هیوادو کې کوي مګر چور چپاول او د غلا دپاره بیا ځان افغان ګڼي خو ددوی د افغانیت هدف د افغانانو او افغانستان تباهي او خرڅول دي. دا اکثره د نورو هیوادو جاسوسان او د شیطانو هیوادو مختورن کسان دي.

  2. سلیمان ورور ته سلامونه وړاندې کوم.
    د ټولو مهاجرو افغانانو په هکله چې په خارج کې ژوند کوي باید یو ډول قضاوت ونکړو ځکه چې ټول به له یوې مخې د پردیو جاسوسان نه وي .
    وطن لکه خپله مور داسې ده ، که هرڅومره لرې وې ، بیاهم خپل اصلي وطن او ټاټوبی انسان ته ګران وي . البته د هېواد په داخل او یا خارج کې ډېر داسې افغانان شته چې د نورو هېوادونو له خوا د جاسوسانو په حیث استخدام شویدي او متآسفانه په هرقوم ، سمت او ژبې پورې اړوندو ډلو کې داسې کسان پیدا کیږي چې په پټه او یا علني هغوی ته کار کوي خصوصا په ګاونډیو هېوادونو کې چې د پردیو د استخباراتو له خوا استخدام شو ی دي ، ډېر داسې موارد لیدل کیږي .
    د سولې او خپلواکۍ د ملي نهضت په هکله باید داسې قاطع نظر ورنکړو چې حتما به دوی هم د نورو اسلامي ګوندونو په شان وي چې په پاکستان او ایران کې جوړ شوی دي. کوم کسان چې د دې نهضت په رآس او رهبرې کې درېدلي دي ، ټول پاک ، افغانستان ته متعهد او د ښو نومونو درلودونکي دي . لاتر اوسه د دوی د خیانت په هکله ما څه نه دي اورېدلي .
    احیانا د طالبانو دا مبهمه او بې سنجشه ، ځانغوښتونکې دیکتاتوري که یوه ورځ له منځه ځي ، لږ تر لږه د جنګسالارانو ، قومي بېلتون غوښتونکو ، د ژبنې او قومي برتري غوښتونکو، فرصت طلبو او فاشیستانو په مقابل کې باید د ملي ، افغاني څهرو او داسې حرکتونویا نهضتونو موجودیت چې د هیواد ملي حاکمیت ، مځکني تمامیت او اسلامي ، افغاني کلتور او قوانینو ته متعهد وي ، د ټول هېواد راتلونکي لپاره غنیمت دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب