Homeخبرونهد اميري روغتون څښتن اختطاف او کندوز کې يو سوداګر وژل شوی

د اميري روغتون څښتن اختطاف او کندوز کې يو سوداګر وژل شوی

تاند:( یکشنبه، د دلوې دویمه)‏ راپورونه وايي، چې په کابل کې د افغانستان د يوه تر ټولو مشهور خصوصي روغتون او کمپلیکس ( اميري) څښتن او رييس حاجي نجيب په کابل کې نا څرګندو وسله والو تښتولی دی.

د پکتیا پخوانی والي محمد حليم فدايي وايي:« ماته دقیقو منابعو وویل چې د امیری روغتون او کمپلکس رئیس حاجی نجیب نن سهار کابل کې طالبانو اختطاف کړیدی. دی یې پخوا هم څو ځلې استخباراتو ته ورغوښتی دی. د طالبانو له لورې دا ډول اختطافونه مطلق د پیسو او شکونې لپاره کېږې.»

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

بل لور ته: له کندوز ولايت څخه راپورونه څرګندوي، چې ناپېژاندو وسله‌والو د غلام‌حسین عنایت په نوم يو سوداګر وژلی.

د نوموړي د کورنۍ غړي وايي، چې دغه سوداګر پرون ناوخته داسې مهال په نښه شو، چې له کندز څخه د کابل پر لور روان و.

دا په تېرو څو ورځو کې د هېواد په شمال کې دويم سوداګر شو، چې د ناپېژاندو وسله‌والو لخوا وژل کېږي.

څو ورځې مخکې په بغلان کې د یوه سوداګر د وژل کیدو خبر هم ورکړل شوی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...