شنبه, مې 11, 2024
Homeخبرونهکندهار کې یو موټر جوړ او نندارې ته وړاندې شو

کندهار کې یو موټر جوړ او نندارې ته وړاندې شو

تاند:( یکشنبه، د دلوې دویمه)‏ ‏په کندهار کې د طالبانو د رژيم چارواکو ويلي، چې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت څخه فارغ شویو څو تنو مسلکي ځوانانو یو موټر جوړ کړی.

د دوی په وینا، دغه موټر پرون په باغ عمومي لوبغالي کې نندارې ته وړاندي شو، چې نندارې ته ېې سلګونه چارواکي او عام خلک ورغلي وو.

په دې مراسمو کې د کندهار لپاره د طالبانو د والي مرستیال مولوي حیات‌الله مبارک موټر جوړونکي وستايل او د هر ډول همکارۍ ډاډ یې ورکړ.

نوموړي او نورو طالب مقاماتو په یاد شوي موټر کې چکر هم وهلی او جوړونکو ته ېې نقدي جایزې ورکړي.

څه موده مخکې په کابل کې هم د تخنيکي او مسلکي زده کړو انسټیټیوټ يوه فارغ موټر جوړ کړی و، چې د طالبانو چارواکو ډېر وستایه او نمانځنې ته ېې لوی پروګرامونه ونیول.

3 COMMENTS

  1. کارونه یی د ستایلو دی خو یو شی ته مو پام چی دا جورول نه دی بلکی د موتر پرزی سره یو زای کوی دیته فیتینگ وایی. مخلتف ماشینونه سره یو زای کوی< ماشین جورول هم لخیره یوه ورز وشی

  2. ملا ندیم ولد بی دین چیرته وه هغه خو علم او تخنیک حرام بولی دا ځنګه چی دا بیچاره ګانې په دورو ندی وهلی دا دې ای اس ای لمسیان خو تخنیک دې شیطان کار بولی

  3. دا جنرال مبین خو داسی په چُرت کی ولاړ دی لکه په جوړ سوی موټر کی د سفر ټکټ چی ئی د سدری په جیبو کی ورک سوی وی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب