جمعه, مارچ 29, 2024
Home+ژوندی وجدان | منتشر شاهي

ژوندی وجدان | منتشر شاهي

د هر انسان دننه د وجدان په نوم د يوې محکمې ودانۍ ده، رغول او ړنګول يې اختياري دي. هر چا چې آباد وساتله، دايمي آباد شو؛ هر چا چې برباده کړه،

انساني ټولڼې چې اوسمهال د سرحدونو په پنجرو کې بنديانې شوي او د هيوادونو په نوم ياديږي؛ په دوو ډلو ويشل شوي/ کيږي، لومړی پرمختللي (آباد) او دوهم شاته پاتي (برباد) هيوادونه. نن سبا د نړۍ لویدیځې او ورنږدې ځمکې آبادې ګڼل کيږي/دي او ختيځې ځمکې بربادې! خو څه‌کم شپږ پیړۍ وړاندې د نړۍ ختيځې ځمکې آبادې او لویدیځې هغه بربادې وې. که د راز په اړه يې پلټنه وشي او يا يې په خپله وکړئ نو يو پايلې ته رسيږو/ رسيږي. پلټنه د يوه ساده بيلګې په چوکاټ کې تصورو:

که تاسو له ننه د تاريخ تيرو ته سفر پيل کړئ نو د نن سبا لويديځې نړۍ د هيوادونو د انسانانو د رښتینولۍ او خپلو دندو، خلکو او په ټوله کې هيوادونو ته د ژمنتيا ګڼې کيسې که نوموړو هيوادونو ته نه يي تللي؛ د رسنيو له لارې اورئ او پايلې يې وينئ چې د ټکنالوژۍ او نورو ژوندهوساکوونکو توکو په بڼه څرګنديږي/شوي او که تللي ياست نو پورته پايله په عيني توګه وينئ او ګټه ترې اخلئ. او بالاخره تر ډير غور او فکر وروسته به ددغه ګټور او کارنده صداقت نيرټيو د یادو هيوادونو د خلکو همغه ويښ وجدان وګڼئ چې د دومره سترې آبادۍ لامل ګرځيدلی بل لور ته د نړۍ د ختيځو ځمکو د انسانانو ژوند مختلف حالاتو جاج واخلئ، و به وينئ چې د لويديځ ميشتو انسانانو په پرتله له ډيرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي او په اصطلاح شاته پاتي او که رښتيا ووايي نو برباد دي. او که ددې بربادۍ د راز د مالومولو هڅه وکړي، پايله به دا راوباسي، چې لوي لامل يې د نن سبا ختيځې نړۍ د هيوادونو د انسانانو عدم‌صداقت او خپلو دندو، خلکو او په ټوله کې هيوادونو ته نه‌ژمنتيا ده. ددې نه‌ژمنتيا نيرټو هم بې وجداني ده چې پايله يې هم د سر په سترګو ويني، چې بربادي او خواري ده.

اوس د تاريخ پاڼې اړوئ. کله چې وړاندې ولاړ شي ويني، داسې يو وخت هم تير شوي چې يومهال د ځمکې د ختيځو سيمو انسانان او هيوادونه برعکس آباد دي او د لوديځې هغې لکه د نن سبا د ختيځې هغې برباد، که دلته هم ذهن په غور مجبور کړي او په عامل پسې يې وګرځي نو و به مومي، چې بيا هم ژمنتيا او نه ژمنتيا تر ټولو مهم نيرټيونه دي. خپلو خلکو او هيوادونو ته به د ختيځو برخو د خلکو د ژمنتياو او سرښندنو سلګونه بيلګې وويني او د لويديځو سيمو د انسانانو د نه‌ژمنتيا او ټنبلۍ له سلګونو کيسو به خبر شي.

اوس که نتيجه ګيري وکړو نو دې پايلې ته رسيږو، چې انساني ټولنې له انسانانو جوړې دي او د هيوادونو د پرمختګونو تر ټولو مهم راز د هر هيواد د انسانانو د وجدانونو په آبادۍ او د هيوادونو د شاتګونو تر ټولو مهم عامل د هيوادونو د انسانانو د وجدانونو په بربادۍ کې نغښتی.

هغه هيواد به آباد او تل پاتې ژوندی وي، چې په کې د ميشتو انسانانو وجدانونه يې آباد او ژوندي وي او هغه هيوادونه برباد او مړه وبوله، چې په کې د ميشتو انسانانو وجدانونه يې برباد او مړه وي!

نو که غواړي سبا خپل راتلونکي نسلونو ته يو آباد هيواد پريږدي، نن خپل وجدانونه مه بربادوئ!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب