جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهمزار کې د ملا هبت الله په امر د هغه د رژيم...

مزار کې د ملا هبت الله په امر د هغه د رژيم ۲ زره بیرغونه لګول کیږي

تاند:( یکشنبه، د دلوې دویمه)‏ ‏د‌ مزار شريف لپاره د طالبانو د رژيم ښاروال ملا طارق په دغه ښار کې د طالبانو د حاکم رژیم د دوه زره بيرغونو د لګولو خبر ورکړی.

نوموړي ويلي، چې دا بيرغونه د طالبانو د اميرالمؤمنين ملا هبت الله اخندزاده په امر لګول کېږي.

د طالب ښاروال د معلوماتو له مخې، د دغو بیرغونو د لګولو لګښتونه د مزار شريف ښاروالي ورکوي.

ملا طارق د‌ بيرغ لګولو د دغه بهير د لګښتونو اندازه نه ده په ډاګه کړې.

معلومه نه ده، چې د طالبانو اميرالمؤمنين په نورو سيمو کې هم د زرګونه بيرغونو د ځړولو امر کړی کنه؟

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان نيږدې نوي سلنه خلک له سخت اقتصادي او بشري ناورين سره مخ دي.

د چارو شنونکي په داسې وضعیت کې پر خپل بيرغ د طالبانو دومره لګښتونه د خلکو په حق کې ظلم بولي او له طالب چارواکو د لومړیتونو د پېژندلو غوښتنه کوي.

10 COMMENTS

  1. دا ډیر دې افسوس ځاې ده چی په دې بیرق کښۍ پاکه محمدی کلیمه لیکل شوې او دې داسی یو نجس انسان لکه هیبت دې هغی په قدر نه پوهیژی او په لارو کوڅو کی یې زړوې دا ټول دې ای اس ای له طرفه دې امربکا له خوا عملی کیږی او لکښت هم امریکا ورکوې تر څو دې دغه څی خبیث انسان په واسطه اسلام بدنام کړې دا ټول دې لعنتی امریکا پلانونه دې چۍ دې خپلو مزدورانو په واسطه یې عملی کوی

  2. زینی پی ار تیانو په زینو ولایاتو کی ورته پروژی تطبیق کولی. چی میاشت وروسته لوحی د ویلو نه وی یا به یی د کثافاتو بغل ته هم لوحه چی حدیث شریف یا ایات شریف ورباندی لیکلی وو نصب کریوی. دا چی به خرابی شولی بیا یی د ترمیم سوک نه وو نو هر چیری چی به پرتی وی وی به.
    هیله ده او د یو مسلمان په صفت کلکه غوشتنه ده چی د دین شعایر مه سیاسی کوی چی عام خلگ بیا دهعه خخه نفرت کوی

  3. د تاند په صفحه می پرون او هغه بله ورځ دا لاندی خبرونه ولیدل آیا دا د بیرغونو خبر خو به د دغی خبر سره کوم ارتباط نلری؟

    روسیې د کابل رژیم د په رسميت پېژندلو شین څراغ ښودلی:

    روسیه: افغانستان سره د مرستو نړيوال کنفرانس به ژر تر سره شي:

  4. حکومت په اندونو او زړونو کيږي نه په بيرغونو چې د ولس زړونه او اند ورسره يو وي، خو له دوی سره نشته، نو څه ګټه به ورته وکړي؟
    لا به د خلکو په زړونو کې خپل ځای بايلي.
    د خلکو د دوی بيرغونه په کار نه دي، خو دوی دې دا خپل پټ مشرتابه چې د بېګانه څارګرو ادارو په واک کې دی ولس ته راښکاره کړي چې ولس يې وپوښتي چې ته ولې دا دومره موده ورک وې؟ ولې دې ځان نه راښکاره کولو؟

  5. په دې سختو حالاتو کې چې ډیری خلک د نس مړولوتوان نه لري؛دومره مصرف ته څه اړتیا ده، امیرالمومنین خو داسې نه وي لکه دی! الله پاک به ور سره حساب – کتاب وکړي.
    ټول خلک له لومړنیو خدمتونو بې برخې دي، وحشتونه خپل اوج ته رسېدلي او دوي لګیا دي، خپل بیرغونه لګوي، ټول ځایونه دې په خپلو بیرغونو وپوښي، خو خلکو کې ګرانښت نه لري او ورځ تر بلې د خلکو ترې کرکه کیږي؛ ښه بېلګه یې د منځ لاري پخواني طالب چارواکي سلام ضعیف وروستۍ خبرې دي!

  6. هرشی چې لږ وي ، د خلکو خوښیږي ، کوم شي کې چې افراط وشي ، بیا د خلکو له پامه بدیږي .
    له بلې خوا ملي او اسلامي بیرغ خپل قدسیت لري چې متآسفانه افغانستان ترې محروم دی . د یوې خاصې ډلې بیرغ ولو که هرڅومره مقدس هم وي ، ولس ته ارزښت نه لري . که د پاکې او مقدسې کلمې خبره وي ، هغه خو د افغانستان په ملي بیرغ کې هم شته . نو ولې هغه رسمي ، ټولو ته منلی بیرغ د هېواد په رسمي ځایونو کې نه رپیږي؟
    دوی به سپینې تکې او رخت هم له پنجابه را غواړي او ممکن هلته ورته جوړشي .

  7. دا سپین کفن په دریو ورځو کی لکه د دوکاندارانو خریطی ګرځی بیا یی باران او باد په دریو نورو ورځو سیری کوی او بالاخره په لسو ورځو کی داسی شی ورڅخه جوړیږی چی څوک به کونه هم پری پاکه نکړی ـ بهتره خو دا وه چی پدو پیسو د هغه یتیمانو د میندو او خویندو عزت وژغول شی چی میړونه یی انتحار کړی او اوس یی اولادونه بی سرنوشته ګرځی. د هیبت د ښځی کُس غی پدی ناولی امر دا ټول امرونه د آی اس آی نه راځی. هغه وخت په یاد کړی چی کله ملا عمر مړ وه خو امرونه یی تر دریو کالو چلیدل، انتحار وژنه، ورانی و یجاړول دا ټول د پاکستان په امر کیدل اوس هم همداغه ډرامه روانه ده. ستاسو حمارت کی غیڼ ووهم.

  8. سلامونه
    الله تعالی بصیر او سمیع دی .
    هغه تنکي زلمیان چې لمړیو ورځو کې ځینو چړیانو او نادانانو د ملي بیرق له ځانونو نه تاوولو په تور ېې شکنجه او شهیدان کړل ،همدی تش په نامه امیر المنافقین ېې هم په دې دنیا او آخرت د الله تعالی له بطش او سزا څخه خلاصیدای نه شي!
    له سړو له کبله ۷۰ هیوادوالو زیاتره ماشومانو او ۷۰زره مواشي یا انعامو د وژلکیدو پوښتنه به آن دحضرت عمر رض. ارواح له دې تش په نامه اسلامي لاهوریت !! څخه پوښتي!!.
    بیا هم لا وخت سته. هغو ط.چارواکو په وینه کې که اصیله افغاني وینه وي ، په قرآن،صحی احادیثو او د حقیقی اسلام په افغاني ملي کرښو له مباهاتو، او ما لا یعني افراط او تفریط څخه مخنیوی وکړي او خپل تاریخی رسالتونه پوره کړي.+ د امینه م. یو ان. توصيې!!!

    • احتمالاً
      د ملا هیبت او طالب د بادارانو ( لاهور او لندن ) د دستور له مخی په مزار کی د زرګونو طالبی بیرغونو د اهتزاز هدف دا دی چی د چینائی – پنجابی – لندنی پروژو د پلی کولو په وړاندی د شمالی ګاونډیانو ( پان تُرکیزم ) لخوا د خنډونو د را منځته کولو په هکله هغوی ته یو دروند اخطاریه پیغام ولیږی.

  9. خرکوس جاهلان بیرغ څکه وي ، ډوډۍ او کار د افغانانو ته ورکړي او ښځو ته د انساني حقونه ورکړي !
    هغه کربوړی نالتی جاهل دومره بیرغونه څه کوي !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب