پوهاند محمد بشیر دودیال
له آسانه او کوچنیو کاروبارونو یی شروع کړئ!
زموږ دلاسي صنعت یو شمېر تولیدات نه یواځې دا چې اقتصادی محصولات دي، بلکې زموږ د ملی کلتور ښکارندوی دي. په تېره بیا چې ځینی یې ډیر روغتیایي او زموږ له شرایطو سره مناسب دي. د لاسی صنعت یوه ځانګړنه داده چې په کورونو کې د ښځو لپاره هم د کار او عاید وسیله ده. موږ پخوا کلونو کې دا ډول ډیر څه تولیدول، چې اوس یا ارزښت نه ورکوو، یا یې نشو جوړولای یا دواړه علتونه دي.
موږ پخوا ټوکرۍ، کټ، پکي (ببوزي)، کاشی او نور کلالی لوښي، دسمالونه، جاروګان، خولۍ، لونګۍ او پلاستیکی فرشونه له بهر نه واردول. زموږ مزاری جاروګان نوم لری، آن داچې یو شمیر افغان کورنۍ یې همدااوس هم په اروپا کې استعمالوی. ثمرخیلی لونګۍ زموږ د ملی لباس یوه برخه وه چی اوړی به یخه او ژمی به توده او نرمه وه، پوزی ډیر طبیعی، راحت او ارزانه فرش و. پنځوس کاله مخکی موږ ډیر ښه مکمل سیټ کوچونه له خپلو توکو جوړول، چی له اوسنیو پلاستیکی څخه څو ځله ښکلی او راحت وو.. پوستین نه یواځې د هیواد دننه، بلکې بهر کی هم ډیر مشتریان لرل. د نورو لاسی صنایعو د تشویق او بازار موندنې لپاره مو نوي ښار کې د هندوستان د اوسني سفارت مخامخ “د ملی صنایعو امپوریم” درلود چې توریستی فوق العاده جاذبه یې لرله. راقم الحروف له دولسم صنف د پوهنځي تر پای ته رسولو پورې د رخصتیو په وخت کې همدې امپوریم کې کار کاو.
زموږ لاسي صنعت او د امپوریم نندارتون کې یو هم لمڅي و. لیمڅی په لغت کې یو ډول پریړ وړین فرش ته ویل کیږي چې د پسه له وړیو یا د وزو وژغونو څخه جوړیږي. په اصطلاح کې له وړیو څخه په لاس باندې نغاړل شوی فرش ته وایي، چې همدا اوس هم استعمالیږي. لمڅی یا نمڅی د بشریت یوه پخوانۍ لاسته راوړنه ده چې له طبیعی وړیو څخه جوړ او یو ډیر روغتیایی او مستریح فرش دی. په دري/پارسي کې ورته نمد او په انګلیسی کې ورته felt وایي.د فرش په توګه یې استعمال ډیر اوږد تاریخ لري او د نړۍ له ډیرو پخوانیو لاسي صنایعو څخه شمیرل کیږي. تاریخی شواهد ثابتوي چې د لیمڅی څخه جوړه شوې ډالۍ او د فرش په توګه د هغه تولید له میلاد څخه ۲۳۰۰ کاله مخکې په چین کې لیدل شوي دي. د لمڅي ډیره لرغوني ټوټه د جاپان په یوه موزیم کې ساتل کیږي، چې ۳۰۰۰کاله لرغونتوب لري.
په افغانستان کې هم د لمڅی کارول ډیر لرغونتوب لري او د ډیر ښه کیفیت لرونکي لمڅي دلته جوړېدل . هغه څه چې د لمڅي کیفیت ښه کوي دادي : غوره وړۍ، د نغاړلو ښه والی او د هغه انځورونه او رنګ. وړۍ د افغانستان یو مهم تولید دی. دا ځکه چی د افغانستان خاوره-اوبه ، هوا او پریمانه پراخه دښتې د وړۍ لرونکو څارویو د روزنې لپاره ښه برابر دي. وړۍ د ټغر، غالیو ، شال او کوڅو جوړولو کې هم اهمیت لري. متاسفانه همدا اوس زموږ د وړیو ۴۰٪ راڅخه ضایع کیږی، نه یې په پروسس پوهیږو، نه یی ساتلی شو او نه مو سورت او صادر کړي دي، ډیره لږ برخه یې په غیر معیاری بارجامه او ابتدایی شکل بهر ته ځي، چې هلته بیا له سره مینځل کیږي او د یوه عالی جنس په توګه د بل هیواد په مارک دصنعت پروسې ته ننوځي. که د ټغر او غالیو ترڅنګ پاتې وړیو څخه لمڅی جوړ او بازار ورته ولټوو، زموږ د مالدارانو او کلیوالو اقتصاد سره به لویه مرسته وکړی. ما اتلس کاله مخکی هونزه ته سفر کړی و. هونزه (چې اوس یې نوم، نفوس، تجارت او هرڅه زښته زیات تغییر کړی) کې می لوی لوی لیمڅی ولیدل، چی خارجیانو پیرودل . زما پاکستانی ملګري ویل چی چترال او ګلګت کې یې تر دې لوی مارکیټونه دي. همدا اوس هم شغنان او واخان کی لمڅی رواج دي، خو دکابل په شمول دهیواد مرکزی سړو سیمو کې یې یا استعمال هیر دی، یا خلکو ته مهیا ندی، که دي هم ډیر لږ. راځئ خپل دغه ملی محصول ته پاملرنه وکړو.
په افغانستان کې زیاتره له پسرلنیو وړیو څخه لمڅي جوړیږي چې درې ډوله یې ډیر نوم لري:
– په هرات کې د کُرک لمڅی (نمد کُرکی) دا نرمې او پستې وړۍ دي.
– په فراه او کندهار کی کوسی لمڅی،
– او عادی لمڅي په ټول افغانستان کې.
لومړی ډول لمڅي ډیر نازکه ، پاسته او تر دوو نورو ډولونو د ښه کیفیت لرونکي، اقتصادي، ښایسته او ګرانبیه دي. پرمخ باندې یې رنګه انځورونه او لیکنې وي، دوام یې هم ډیر وي. دوهم ډول یې کوسی کندهاری لمڅی دی چی په کندهار او کلات کې جوړیږي. د هیواد په لوړو مرکزی سیمو کې خلک عادي لمڅي د فرش په توګه استعمالوي . مشرقی ولایتونو کې زیاتره د اوښ له وړیو لمڅی جوړوي. د لمڅی جوړول ډیر ساده ، خو ستونزمن کاردی. لومړی وړۍ موښي او لمدوي یې، بیا یې دلاس په زور کلکوي وروسته یی په منظم شکل هواروي او نغاړي یې چې نغاړل یې یو ډیر سخت کار دی. نمڅی معمولاً د پیاوړو مټو لرونکو پیغلو په لاس نغاړل کیږي.
له دې امله چې لمڅی عایق دی، نو نم او لمدبل نه ور څخه تیریږی صحی او کلک او په ژمي کې تود فرش دی، نو ځکه ډیر استعمال لري . نن ورځ لمڅی د بهرنیانو د پام وړ هم ګرځیدلی او بازار یې ښه تود دی.
موږ تر اوسه ماشینی میکانیزه، الکترونیزه اتومات موډرن صنعت نلرو، چی خپل اقتصاد له همدې لاسی صنعت، کرنیزو او د مالداری له لارې جوړنکړو، بله آسانه لار نشته. جنوبی کوریا له کلیو او لاسی صنعت شروع وکړه، چین کی همدا اوس هم لاسی صنعت دعاید مهمه منبع ده. په آلمان کې د لاسی صنعت ۸۰۰۰څانګې شته !. یان د سینګاپور وسپنیز اتل اقتصاد له همدې ډول ابتدایی قدمونو را جوړ کړ. راځئ د وارداتو تعویض او د داخلی تولید تقویت ته کار وکړو، له وړو برخو او کلیو څخه یی پیل کړو. اقتصاد پوهان وایی یولک له لس زرو جوړدی، ۱۰۰۰۰ له ۱۰۰۰جوړ دی، ۱۰۰۰له ۱۰۰ جوړ دی ، ۱۰۰له لسو او لس له یو !
اقتصاد په کلانکاری نه جوړیږی، ملا ټیټه کړئ، ګیډه پورې تیږې وتړئ، شپه- ورځ یوه کړئ چی دحلال رزق ګټل لوی عبادت دی.
د کوچنیو کاروبارونو او لاسی صنعت (small business/handcraft) دغه بحث به دوا م ولري.
جناب استاد ته سلامونه او احترامونه وړاندې کوم.
لکه د تل په شان د اقتصادي مسایلو په هکله پوهنیزه لیکنه ده ، الفاظ یې روان ، شیرین او د ژوند د سطحې د ښه والي لپاره په زړه پورې وړاندیزونه پکې شته . هیله ده ، زمونږ هېواد وال ستاسو له لیکنو نه په عملي ډګر کې ښه ګټه ترې واخلې .
ښاغلی او منلی واحدی صاحب السلام علیکم !
ډیره مننه ستاسو هڅونه زما لپاره زما لپاره زښت زیات ارزښت لری ډیره مننه