جمعه, مارچ 29, 2024
Home+د ذایقې د ښه کولو کاچوغه جوړه شوه

د ذایقې د ښه کولو کاچوغه جوړه شوه

تاند- ډاکتران تل سپارښتنې کوي چې د مالګې او خوږو په استعمال کې له افراطه کار مه اخلئ. خو ځینو کسانو ته خواړه تر هغو خوند نه ورکوي چې اضافي مالګه پرې وانه چوي.

د سپون ټیک په نوم یوې کمپنۍ داسې کاچوغه جوړه کړې چې له دې ډول کسانو سره چې پر خوړو د خوند لپاره اضافي مالګه اچوي، د دې عادت په بدلېدو کې مرسته کوي.

دا ځیرکه یا سمارټ کاچوغه بې له دې چې کاروونکي ته جانبي تاوان ولري، خواړه ورته خوندوره کوي.

سپون ټیک، چې پر خپله د یوې کمپنۍ یا د ټکنالوژۍ د سټارټ اپ نوم دی، په خپل نوم په جوړه کړې کاچوغه کې یوه کوچنۍ بیټرۍ او څو الیکترونیکي پُرزې نصب کړي دي.

دا کاچوغه په موقت ډول د ذایقي حس ښه کوي، یعني ورڅخه کار اخیستونکی له خوړو زیات خوند اخلي.

که څه هم د سپون ټیک کمپنۍ وايي چې کاچوغه یې هیڅ راز روغتیايي زیان نه لري خو له هغو کسانو چې په بدن کې یې الیکتریکي طبي وسایل لکه د زړه د ضربان سنجوونکې اله نصب وي، غواړي چې له دې کاچوغي د احتیاط لپاره کار وانخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب