پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهد اکوړه خټک د حقانیه مدرسې مشر ط-ان د نجونو د زده...

د اکوړه خټک د حقانیه مدرسې مشر ط-ان د نجونو د زده کړو نه مخالفت ته وهڅول

تاند:( یکشنبه، د دلوې اوله)‏ د پښتونخوا په اکوړه خټک کې د حقانیه مدرسې مشر مولانا حامد الحق په افغانستان کې د طالبانو حاکم رژیم د نجونو د زده کړو او ښځو د کار پر وړاندې له مخالفتونو څخه لاس اخيستو ته هڅولی دی.

نوموړي په یوه تازه مرکه کې وويل، چې د سعودي عربستان چارواکو ورڅخه په دې اړه د طالبانو مشرانو ته د قناعت ورکولو غوښتنه کړې او ده طالب مشرانو سره خبرې هم کړي دي.

د حقانیه مدرسې مشر، چې ډېړی طالب مشران ېې د پلار مولانا سمیع الحق له لوري په تاسيس شوي دغه مدرسه کې زده کړې کړي، دا هم ویلي چې پلار ېې له مړینې مخکې د طالبانو د تېرې واکمنۍ په وروستيو کې د دوی مشر ملا محمد عمر سره د نجونو د زده کړو په اړه خبرې کړې وې او د دغو زده کړو نه مخالفت ته ېې هڅولی و.

نوموړي د ښځو پر وړاندې د طالبانو د افراطي سياستونو يو اصلي دليل د نړيوالو له لوري د دوی له رژیم سره نه همکاري اټکل کړې ده.

طالبانو د حقانیه مدرسې د مشر څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو چارواکو افغانستان ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې امینه محمدي د سفر پر مهال نوموړې ته په ضمني توګه، د نجونو او ښځو پر وړاندې د خپلو سخت دريځو پریکړو یو دليل د نړیوالو له لوري د دوی د رژيم نه په رسميت پېژندل او پر مشرانو ېې د سفرونو بندیزونه ښودلي وو.

د‌ طالبانو د افراطي پریکړو تر شا د داسې احتمالي اهدافو موجوديت ته ډېرو افغانانو توند غبرګونونه ښودلي او دوی یې د ملت په برخلیک په لوبو کولو او له خلکو او خاصتاً ښځو او نجونو څخه په ناوړه ابزاري استفادې تورن کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب