شنبه, اپریل 20, 2024
Home+له واده مخکې د ناوې د لیدلو هڅه ګرانه تمامه شوه

له واده مخکې د ناوې د لیدلو هڅه ګرانه تمامه شوه

 داود جبارخیل
په سوډان کې له واده څخه څو ورځې مخکې له ناوې سره د لیدو هڅه د یوه ځوان لپاره ډیره ګرانه شوه.
د سعودي د اکاز ورځپاڼې د راپور له مخې د جنوبي سوډان د پولیسو چارواکو ویلي چې د واده له مراسمو مخکې زوم هڅه کوله چې له ناوې سره په پټه وویني.
د کورنۍ غړو د بې خبرۍ له امله غږ پورته کړ چې غله د څارویو په خونه کې پټ دي او پولیس یې وروغوښتل.
د پولیسو ځايي مشر وویل چې سوډاني ځوان د نجلۍ کورنۍ ته د مهر پیسې ورکړې وې او هغه شپه له خپل ملګري سره د خپلې مینې لیدو ته تللی و.
د ناوې ورور له کوره بهر د غواوو په غوجله کې غیر معمولي حرکت ولید او پولیسو ته یې خبر ورکړ چې یو څوک هلته د غلا لپاره ننوتلی دی.
کله چې پولیس راغلل، ځوان د تیښتې هڅه وکړه، نو افسر پر هغه د غل په شک ډزې وکړې، هغه ځای پر ځای ووژل شو.
د پوليسو مشر وويل، هغه افسر چې ډزې يې کړې وې نيول شوى دى. له هغه څخه پوښتنې روانې دي.

1 COMMENT

  1. د خلګو خبره؛
    ته وا
    پورته کیسه به زموږ د ټولنی او وولس د سلو روانو کلونو د هر اړخیز ژوند د سرنوشت د څرنګوالی د هنداری یوه وړوکی یا لویه برخه نه وی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب