جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپېښور کې لسګونه ځوانانو ته د اتڼ زده کولو لړۍ پیل شوه

پېښور کې لسګونه ځوانانو ته د اتڼ زده کولو لړۍ پیل شوه

تاند:( یکشنبه، د دلوې دويمه)‏ د‌ پښتونخوا په مرکز پېښور کې د مفکوره په نوم یوه فرهنګي بنسټ د اتڼ زده کولو نظري او عملي ورکشاپ پیل کړی.

د دې روزنيزې دورې په لومړۍ ورځ د پښتو مشهور ليکوال او فرهنګي شخصيت ډاکټر صادق ژړک ځوانانو ته د اتڼ په اړه ليکچر ورکړی.

د مفکوره بنسټ مشر حیات روغانی وايي، چې دا روزنيزه لړۍ به تر څه مودې دوام ولري.

د هغه په وينا، په پيل شوې روزنيزه دوره کې تر پنځوسو پورې ځوانانو ګډون کړی دی.

مفکوره بنسټ تر دې مخکې ځوانانو ته د موسيقۍ زده کړې روزنیزه لړۍ هم پيل کړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...