جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهختیځ کې د زر ټنه قیمتي ډبرو د قاچاق مخنيوی شوی

ختیځ کې د زر ټنه قیمتي ډبرو د قاچاق مخنيوی شوی

تاند:( یکشنبه، د دلوې دويمه)‏ د طالبانو د رژيم چارواکي وايي، چې په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې د زرو ټنو په اندازه د قیمتي ډبرو د قاچاق مخه يې نيولې ده.

د ننګرهار لپاره د طالبانو ولايتي ادارې په يوه اعلاميه کې ويلي، چې دغه قاچاق له ترسره کیدو څخه مخکې د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست او کانونو او صنایعو وزارت کشف او په تور يې پنځه تنه نیولي دي.

 د طالبانو د استخباراتو د اپراتیفي چارو رئیس ډاکټر بشیر ويلي، د ننګرهار ولایت هواېي ډګر ته څیرمه د قیمتي ډبرو په یو زیرمتون کې چې د قاچاقبرانو له لوري په کې قیمتي ډبرې د قاچاق لپاره زیرمه شوي وو .

 د نوموړي په وينا، د دغو قیمتي ډبرو اندازه يې د نوموړي په وینا شاوخوا زرټنه دي چې دوه سوه او پنځوس ټنه يې ننګرهار ولایت ته راوړل شوي اواوه سوه پنځوس ټنه په کنړ ولایت کې مهرلاک شوي چې ټول زر ټنه کیږي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغو ډبرو کې د لیتیم په نوم قیمتي مواد موجود دي.

 ډاکټر بشیر وویل چې نيول شویو کسان دغه قیمتي ډبرې د پاکستان او تاجکستان له لارې چین ته قاچاق کول.

 د طالبانو د رژيم د کانونو او صنایعو وزارت د عوایدو رئیس مولوي محمد رسول عقاب وویل، د افغانستان دغه تیږې د ٪۷ نیولې تر ٪۳۰ پورې لیتیم او انتوموني لري چې په نړۍ کې قیمتي منرالونه دي.

طالبانو په وروستيو کې د نورو قاچاقي هڅو د مخنيوي خبر هم ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب