پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهد افغانستان شمال ته له پاکستان څخه د ۷ زره داعشیانو د...

د افغانستان شمال ته له پاکستان څخه د ۷ زره داعشیانو د ورتلو خبرداری ورکړل شوی

تاند:( سې شنبه، د جدي ۲۷)‏ د طالبانو حاکمې ادارې ته په يوه ادعا شوي منسوب مکتوب کې د افغانستان شمال ته له پاکستان څخه د ۷ زره داعش جنګیالیو د ورتلو خبرداری ورکړل شوی.

په دې مکتوب کې، چې د طالبانو د سرحدي ځواکونو د منصوري لښکر د قوماندان مولوي محمد اصف ذاکر په ادعا شوي لاسليک ټولنيزو رسنيو ته راوتی، دغه طالب قومندان خپلو جنګياليو ته له پاکستان څخه د يادو داعش جنګیالیو د راتلو د مخنيوي لپاره د هڅو امر کړی.

په دغه مکتوب کې ټینګار شوی، چې ياد شوي داعش جنګیالي د پاکستان تر کنټرول لاندې د پښتونخوا په مدرسو کې روزل شوي او افغانستان ته د تګ لپاره چمتو دي.

سرچینه زیاتوي، چې دغه داعش جنګیالي د مسلم کوټوال په نوم د یوه کس په مشرۍ د پښتونخوا په تیرا، ريشګل، کوکو خیل، اوبیجر، او گنده غری سیمو په مدرسو کې روزل شوي.

ویل شوي، چې دوی د لوګر د اذرې، د پکتيا د ځاځي ميدان، د لغمان د الیشنګ او د ننګرهار له یو شمېر سیمو، چې ډیورنډ فرضي کرښې ته نیږدې دي، د افغانستان شمال ته د تګ پلان لري.

طالب قومندان خپلو ځواکونو ته په يادو سيمو کې د کلکو امنیتي تدابیرو امر کړی، څو د يادو داعشيانو د راتلو مخه ونيسي.

د طالبانو وياندويانو او چارواکو د دوی ادارې ته د دغه ادعا شوي اړوند مکتوب په اړه څه نه دي ويلي.

څو ورځې مخکې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفير منير اکرم نيوزويک مجلې ته ويلي وو، چې په افغانستان کې د طالبانو حاکمه اداره د اقتصادي ستونزو له امله له منځه تلای شي او جنګیالي ېې داعش ډلې سره ممکن يو ځای شي.

4 COMMENTS

  1. دا اووه زره د پنجاب داعشیان شمال ته د افغانستان د ګاونډیو د ناکراری لپاره به استول کیږی او د ځینو طالبانو تر حمایت لاندی به شمال ته رسول کیږی،افغانستان به بیا هم د جنګ میدان وی۰
    دپنجاب همدا پدری میراث او بزنس دی خو افغانان او منطقه به څنګه خپله دفاع کوی او دا ناروا د دنائت نه ډکه مزدوری چي پنجاب د نیمی پیړۍ راهیسی په ټوله بی شرمی یی ترسره کړی او نور هم لاس یی تر شماله وغزید څنګه کیدای شی مخنیوی یی وشی۰
    زه یو وړاندیز افغانانو او هغه چي د داعش پنجاب ،شر ورته متوجه دی لرم او هغه داچي د یو دفاعی منطقوی تړون له
    لاری افغانستان خپل سرحد پنجابی اداری سره تر کاملی څارنی او کترول لاندی راولی تر هغی چی افغان دفاعی قوتونه خودکفا او پر اوضاع کامل تسلط پیدا کوی ،ځکه موږ او منطقی هیوادونه د ځانه
    دفاع او دا د شر ځاله باید کنټرول کړو ، او دا زموږ او منطقی لپاره حیاتی مسئله ده ۰
    امید چي مومن مسئول افغانان د اسلام او ملی ګټو په رڼا کی پدی حل هم غور وکړی ،فرصت مناسب دی ،هم به موږ ارام شو او هم ګاونډی۰

  2. ولی شمال ته ځی؟
    هدف مالوم ده. دروسی او چینایی دولتو دمقابلی لپاره دا کار کیږی. په دی به افغانستان، او نور ګاونډیان دناارامی په فضا کی سره دیو بل سره بی اعتباره کوی.
    دا ولی؟ دا چی پاکستان همیشه دغرب په چوپړ کی دیو ګورخا او سیک په ډول ځان قربان کړی هغه دودیز کار ته ادامه ورکوی. اویا کاله تیر سول خو لا تراوسه هغه ونتوانیده چی ځان مستقل او اقتصادی خود کفایی ترلاسه کړی، پاکستان مجبور دی دغربی اجرتی سرتیری سی.
    غربیان ولی دا کار کوی؟ غربیان خپل اقتصاد په جنګ ساتی. دغربیانو اقتصادی خودکفایی ورکیږی او هغه اوس دجنګ له لیاری ترلاسه کوی.
    پنجپیران او غرب ولی سره ملګری دی؟ هرڅوک خپلی ګټی ترسترګو لاندی ساتی. سعودی وهابی حکومت او امریکایی میشته ځواکونه دهغوی ترتلتکو لاندی ویدیدنه ښیی او دهغه تاثیر په پاکستان کی ظاهریږی. وهابی انترناسیونالیزم دجهاد له وخته دوام لری. پاکستانی ګڼکپان یی اوس دخپل ډیوالیتوب دمخنیوی په خاطر استعمالوی. پنجپیریان یی خپله وهابی وفاداری بولی.
    افغانستان همیشه دباطل قدرتونو هدیره ده. لوی فرعونیان او دهغوی په خدمت کی ځیره خوره سرتیری یا تباه سول او یا هم تښتیدلی او کنډوکپر دی. وهابی انترناسیولیست پنجپیران به هم ورکیږی.
    دا چی اوس پاکستان دپنجپیرانو په هځولو باندی اخته دی، افغانستان باید متقابل سیاست اختیار کړی. کوشش وسی چی دکشمیر، سند، بلوچستان او پاکستان سرحدیانو سره تفاهم وسی. دافغانستان دسلاحګانو خرڅول بیرته افغانستان ته او هم نورو دولتو ته درد سر نسی.
    افغانستان باید دمرکزی اسیا دولتونه قانع کړی چی پاکستان اجرتی سرتیری دی. هغوی یی باید خپل دښمن وګڼی. کله چی پاکستان آزاد سی بیا هغه دمنطقی لپاره رول ادا کولی سی. اوس هغه دملګریتوب قابل ندی. هغوی یی باید له خپلو اتحادیو اخراج کړی. دهغه په مقابل کی مرکزی اسیا له افغانستان سره دپنجپیرانو او نورو پاکستانی خزندو دخنثاء کولو سامان آلاتو همکاری وکړی.
    افغانستان باید متوجه اوسی چی پنجپیریان دایران امنیت ته هم خطر دی. ایران او پاکستان نن سبا ګډی اعلانیی کوی. کیدای سی خپل پنجپیریان په ایران دافغانستان له سرحدو ور مرش کړی.

  3. نن سبا خلک له ځانه خبری جوړوی. زه خبر نه یم چی دطالبانو دخط خبره رښتیا ده او که دروغ. په هرحال زما پورتنی خبره په عموم کی داوسنی وضعیت په هکله بیجایه نده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب