جمعه, اپریل 19, 2024
Home+دا خواړه مو د معدې تېزاب کموي

دا خواړه مو د معدې تېزاب کموي

ډاکتر قدیم ارین
د معدې تیزابیت یو له هغه ستونزو څخه ده، چې ګڼ خلک ترې وخت ناوخت زوریږي. د معدې د تیزابیت لاملونه ډیر دی. بیې وخته خوراک، له حد نه ډير خوړل، او د غذا ډول يې له اساسي علتونو څخه ګڼل کیږي.
خو پوښتنه داده، چې کوم خواړه کولای شي، د معدې تیزابیت کم او یا هم ختم کړي؟!
۱ـ شومړه:
شومړه، چې ځینې خلک يې لسي، شوملې، شړومبی او تروې هم بولي، د معدې تیزابیت ختمولای شي. یو ګیلاس شومړه له ډوډۍ خوړولو ورسته وڅښئ او د معدې تیزابیت تر ډيره راکم کړئ.
۲ـ زیره:
زیره د هاضمي سیستم پیاوړی کوي او د غذا په هضم کې هم پوره مرسته کوي.
۳ـ د نعناع پاڼې:
د نعناع (ویلني) پاڼې په هضم کې مرسته کوي او د معدې تیزابیت ختموي. له خوراک څه وروسته د نعناع یوه دوه پاڼې وژوئ او د معدې تیزابیت مو تداوي کړئ.
۴ـ ادرک:
ادرک هم د معدې د تیزابیت سره مبارزه کوي. د هاضمي سیستم قوي کوي او د خوړو په هضم کې مرسته کوي.
۵ـ لاچي:
لاچې (هل) هم د خولې بوې ښه کوي، هم د معدې تیزابیت له مینځه وړي. لږ لاچي په اوبو کې جوش کړئ او بیا يې وڅښئ.
۶ـ د مڼې جوس:
د مڼې جوس هم د معدې تیزابیت ختمولای شي.
ځینې نور خواړه هم ممکن اووسي، چې د معدې تیزابیت راکم کړي، خو پورته ذکر شوي، تر ټولو غوره ثابت شوي دي.

4 COMMENTS

  1. ډاکټر جانه!
    د علمی لیکنی څخه مو مننه.
    داسی ښکاری چی د لوی کندهار ( د پښتو او لهجی له نظره لوی کندهار ) د اصطلاحاتو سره بلد نه یاستی.
    د کندهار خلګ ئی « شلومبی » بولی.

  2. اصلی لغت شړومبې دي چې کندهاریان د پارس په لهجه ورته شلومبې وایي څکه چې هغوئ ړ په ر یا ل بدلوي

  3. ببرک صاحب
    ښایی ستا خبره سمه وي، خو که دلوستونکولپاره یو څه نور وضاحت او مثالونه ولیکي نو زموږ معلومات به ورسره زیات شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب