پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهکندهار کې ۹ تنه د زرګونو تنو مخکې« شرعي مجازات» شول

کندهار کې ۹ تنه د زرګونو تنو مخکې« شرعي مجازات» شول

تاند:( سې شنبه، د جدي ۲۷)‏ د کندهار لپاره د طالبانو چارواکو د غلا او لواطت په تور د ۹ تنو د « شرعي مجازاتو» خبر ورکړی.

د‌ طالبانو په یوه اعلامیه کې راغلي، چې د دغو کسانو د مجازاتو د نندارې لپاره زرګونه تنه را ټول شوي وو.

د کندهار لپاره د طالبانو امنیه قومندان مولوي رحيم الله محمود په دې مراسمو کې د « شرعي حدودو » د تطبيق په دوام ټينګار کړی او ویلي، چې دغه لړۍ به لا دوام ولري.

د طالبانو له لوري دا ډول مجازات د دوی منتقدین « صحرايي محکمې» بولي او ټينګار کوي، چې غير انساني دي او عدالت پکې پايماليږي.

د طالبانو وياندويان بیا دا تورونه بې بنسټه بولي او دا ډول مجازات د عدالت د تامين سبب بولي.

1 COMMENT

  1. مولوی یونس خالص یوه ښکلی غزل لیکلی وه چی دوه بیتونه ئی دا دی:
    ” قاضی ! که د بادرنګو د غله لاس د پریکیدو دی – د هغو جزا څه ده چی قرآن وهی په بډه “.
    د یونس خالص یوه بله کیسه هم را یاده سوه.
    د طالب د لومړی ځل پاچهی په لومړنیو ورځو کی ( هغه وخت ئی یوازی د کندهار او شا و خوا سیمی په ولکه کی وی ) یونس خالص په خپله شخصی الوتکه کی ( چی احتمالاً خپل خُسر د واده په شپه په کَلَنګ کی ور کړی وه) سپور او د کندهار په هوائی ډګر کی کوز او سیده ولاړ د ولایت ودانی ته.
    د ملامادومر د لیدنی په تمه ئی څلور پنځه ساعتونه انتظار وایست خو ملامادومر ور سره و نه لیدل ( البته زه به زر کلونه نور هم پر خپل دی باور ټینګار وکړم چی د ملا مادومر پنوم کوم کس اصلاً خارجی وجود نه درلود البته ملا هیبت هم خارجی وجود نلری او فقط یو سیوری دی ).
    ملا یونس خالص بیرته په الوتکه کی سپور او کابل ته ولاړ. په کوم شخصی مجلس کی ئی خپلو انډیوالانو ته په آرام ږغ وویل:
    ” طالب مالب هم سخندر غوندی پر خپلی مور باندی غورځی “.
    البته پورته کیسه می د یو باوری کس له خولی اوریدلی ده د کیسی د صحت یا سِقم ګناه یا ثواب ئې زه پر غاړه نه اخلم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب