یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهپه یونیسکو کې د افغانستان د مهمو تاريخي ابداتو د ثبت هڅې...

په یونیسکو کې د افغانستان د مهمو تاريخي ابداتو د ثبت هڅې روانې دي

تاند:( سې شنبه، د جدي ۲۷)‏ د طالبانو پر ادارې له فرهنګي ارزښتونو سره د بې باکانه افراطي چلند له تازه نيوکو سره هم مهاله، د دوی تر کنټرول لاندې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په یونیسکو نړيوال سازمان کې د افغانستان د مهمو تاريخي ابداتو د ثبت د هڅو خبر ورکړی.

د ياد شوي وزارت د تاريخي آبداتو د ساتنې رييس انجنير محمد حسيب نسيمي وويل چې په افغانستان کې شاوخوا ۵ زره تاريخي آبدې موجود دي، خو د ناسمو شرايطو له کبله د دغو آبدو يو زيات شمېر تر دې دمه په رسمي ډول نه دي ثبت شوې.

 نسيمي زياته کړه، چې د يو شمېر تاريخي آبداتو په ځانګړي ډول د هرات د ۵ منار د بيا رغونې او استحکام چارې روانې دي او په راتلونکي کې د ګڼو نورو تاريخي آبداتو د بيا رغونې او استحکام د چارو په پلان کار روان دی.

د تاريخي آبداتو د ساتنې رياست مشر د باميان ولايت د تاريخي کاروان سرای د بيا رغونې د چارو په موخه د چمتووالي خبر هم ورکړ او په وینا یې هلته د شخصي ځمکو تر استملاک وروسته به دغه تاريخي کاروان سرای د فېروز کوه مؤسسې له لوري بېرته ورغول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې په مزار شريف کې د کامګار په نوم د اسونو په مجسمو جوړه څلور لارې طالبانو ونړوله او د فرهنګي فعالانو توند غبرګونونه ېې وپارول.

فرهنګي بنسټونه انديښمن دي، چې طالبان ښايي د تېرې واکمنۍ په څېر يې بيا هم د افغانستان فرهنګي او تاریخي اثارو سره دښمني وکړي او له منځه يې يوسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب