شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهاوکراين له افغانستان سره ۱۶ زره ټنه غنم مرسته کوي

اوکراين له افغانستان سره ۱۶ زره ټنه غنم مرسته کوي

تاند:( سې شنبه، د جدي ۲۷)‏ د روسیې د انټرفاکس خبري اژانس د راپور له مخې، د اوکراين له بندر څخه يوه بېړۍ چې ١٦ زره ټنه غنم په کې بار دي، افغانستان ته راوړل کېږي.

په راپور کې ویل شوي چې دغه کښتۍ به په څو ورځو کې د پاکستان یوه بندر ته راورسيږي او له هغه ځایه به افغانستان ته ولېږدول شي.

دا په روان کال کې له افغانستان سره د اوکراین لومړۍ مرسته ده.

تر دې مخکې د ۲۰۲۲ کال په جولای میاشت کې یاد هېواد له افغانستان سره د ۳۰۰۰ ټنو غنمو مرسته کړې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو بيا -بیا په افغانستان کې د سخت اقتصادي او بشري ناورين خبرداری ورکړی او د نړۍ له هېوادونو یې غوښتنه کړې چې له دغه هېواد سره په بېلابېلو برخو کې مرستې وکړي.

د طالبانو حاکمې ادارې د اوکراین د دغې مرستې په اړه په مشخص ډول څه نه دي ويلي، خو تر کنټرول لاندې ېې باختر خبري اژانس دغه خبر خپور کړی.

2 COMMENTS

  1. ښه خبر دی ، خو کاشکې دا غنم د چابهار بندر له لارې افغانستان ته راوړل شي . پنجابیان به بیا دوه درې میاشتې په کراچې کې هغه ودروي ، چې کله وراسته شول بیا به یې دروسپاري . او یا به خپل وراسته او فاسد شوي غنم په عوض کې درکړي .

  2. سړی نه پوهیږي چی د اسلامي امارت چارواکي به څه وخت د هیواد د واکدارانو په توګه د دی مظلوم ولس مقابل کی د مسئولیت احساس وکړي تاسو وګورۍ د اوکراین هیواد خپله جنګ کی اخته ده حتما د افغانانو له بد حالت څخه به له رسنیو له لاری خبر شوی وي ، کور یی ودان چی ۱۶ زره ټنه غنم یی زموږ خلکو ته واستوه ، مګر خپله د ارګ په ګدی ناست واکدارانو سره نه د دی هیواد د خلکو د نس غم شته، نه د پوښاک کور او جونګړی غم شته ، تعلیم او زده کړه خو لا پریږده چی دا یونیم کال افغانان او ټوله دنیا ورباندی ستړی شو۰
    واک او صلاحیت خو د خلکو مقابل کی مسئولیت او ضمه واري هم لري مګراوسني واکداران په تیره بیا هغه مجهول الهویه کس چی خپله ځان امیر المومینین بولي خو حاضر نده مئومینینو ته خپل مخ ښکاره کي ، نه یی ځای معلوم ده ، نه یی پلار، نه یی ځوی ، نه یی کورنۍ او کور او کلی، یوازی فرمانونه دي چی د هغه له نومه یو په بل پسی کابل کی د هغه د ځانګړي استازی ( ذبیح الله مجاهد) په واسطه خپريږي، د اسلام په تاريخ کی خو امیرالمومینین حضرت ابوبکرصدیق رض وو چی د هغه حضرت پلار،ځوی، ورور ، حتی دمیرمینی او لور نومونه ټولو مسلمانانو ته څرګند وو حتی تر اوسه نه یوازی د حضرت ابوبکر صدیق رض بلکه د حضرت عمر رض ،حضرت عثمان رض او حضرت علی ک دټولی کورنۍ ښځينه او نارینه نومونه تر اوسه ټولو ته څرګنده دي .
    ڼن سبا ملا هیبت الله هغه د چا خبره ځان اوښ – مرغه یا شترمرغ جوړ کړی چی د ځان ښکاره کیدو (لکه د اسلام په تاریخ کی د نورومشرانو غوندی) خبره شي ملا صیب بیا د اسلامی تاریخ و سنت په قصه کی نده او حاضر نده ځان چاته ښکاره کړي مګر چی د نجونو د تعلیم خبره شي بیا نوملا صيب ته شریعت رایاد شي دی ته وائي د شریعت په جامه کی منافقت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب