شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد رحمت الله نبیل په مشرۍ د ګوند اعلان ته بېلابېل غبرګونونه

د رحمت الله نبیل په مشرۍ د ګوند اعلان ته بېلابېل غبرګونونه

تاند:( سې شنبه، د جدي ۲۷)‏ د افغانستان د ملي امنیت د پخواني رييس رحمت الله نبیل په مشرۍ د افغانستان د ازادۍ ملي ګوند په نوم يوه سياسي ډله، چې ځان ګوند بولي، پرون د ټولنیزو رسنیو له لارې له هېواده د باندې د خپل موجوديت اعلان وکړ.

دغه اعلان د ښاغلي نبيل د يوه ويډيويي پيغام له لارې وشو.

رحمت الله نبیل په دغه پيغام کې وويل، چې نوی ګوند ېې تر ډېره د افغانستان د تېرو شلو کلونو له نوي نسل څخه جوړ دی، موقتي رهبرۍ شورا لري، په افغانستان کې د طالبانو او نورو لوریو په ګډون یوه درې کلن ګډ انتقالي حکومت ته د واک لېږد، غیر متمرکز نظام، د واليانو او ښاروالانو انتخابي کیدل او په دې ډول د ده په ټکیو افغانستان له یوه حتمي خونړي کورني جنګ څخه ژغورل غواړي.

نبیل د خپلو نورو ګوندي ملګرو نومونه وانخیستل او ويې ويل، چې وروسته به د تشکیلاتو له منظمیدو سره دا خلک اعلان شي.

د نبيل څرګندونې په ټولنیزو رسنیو کې د افغانانو له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوي.

ځینو فعالانو په داسې حالت کې د افغانستان محوره سیاسي حرکتونو رامنځته کیدل د طالبانو پر رژیم د فشارونو لپاره ګټور ګڼلي، خو ځینې نور باور لري، چې پخواني تجربه شوي کسان، هغه هم له هېواده بهر د افغانستان لپاره تعهد او موثريت نه لري.

د راتلونکي سياسي نظام د څرنګوالي په اړه هم د نبيل څرګندونو ته ډېر غبرګونونه ښودل شوي.

لیکوال او شنونکي عصمت قانع په دې اړه لیکلي:« غیر متمرکز نظام به يا پر يوه شعوري او ديموکراتيک بنياد جوړيږي چې ددې کار لپاره بشپړه تجربه په کارده او يا به دانارشيزم او ګډوډۍ په ځولۍ کې جوړيږي چې نتيجه يې دچور پر ځای دتالان انتخاب دی.په اوسني حالت کې افغانان لومړی بايد مرکزيت پیداکړي اوبيا ديموکراتيک فدراليت.»

بل لیکوال او شنونکی نور ولي سعید شینواری بيا د نبيل سابقې ته په اشارې لیکلي:« هغه د پاکستان او خلیلزاد د پروګرامونو ضد پالېسي لرله.»

رحمت الله نبیل د خلکو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

هغه په افغانستان او له هېواده بهر له مېشتو خلکو غوښتي، چې ورسره ملګري او د افغانستان د ژغورنې لپاره ګډ کار وکړي.

3 COMMENTS

  1. د والیانو او ښاروالالنو انتخابی کیدل، په داسی یو ټولنه کی چه سیایت مو ټول په قومیت او سمتپالنی ولاړ وی منفی نتیجه به ورکړی، او ولس به خصوصا اقیلیتونه چه هر ولایت یی لری له کړاو سره مخ ، لا زیات منزوی او بی برخی کړی او ملی یوالی به لا زیات ضعیف کړی ، نیبل کیدای شی پدی مفکوره غواړی چه یو څو لنډغر چه ملک الطوایفی درلودی په ځان راټول کړی ، خو دغه خلک نور ولس کی ځای هم نلری او نه زیات حساب پری کیږی

  2. رحمت الله نبیل به د خپل ګوند اعلان هم په خوږې درې ژبې کړی وي چې ټول پرې پوه شي .

  3. نبیل زه ښه پیژنم، افسوس کووم د نبیل په خیالی فکرونو او د دوکماري په مجازی ډرامو باندی. اخر دا چه اوس د پردیپالو په اشاره په افغانستان کی فدرالی او غیر متمرکز نظام غواړی.
    نبیل خپل د ځوانۍ او تعلیم دوره په پاکستان کی تیره کړیده، د مور همدا یو ځوی دی خو نه فصیح خبری کولی شی او نه په سیاست خبر دی.
    نبیل د ارګ په ماڼی کی د شورای نظار په مرسته چپلاسی یا ګارد وه. بیا وروسته د کرزی په موقته دوره کی په همدغه ګاردی وظیفه کی پاتی شو، بیا د فهیم او شورای نظار په مرسته ډیری لوړی چوکی ته ورسید.
    اشرف غنی تصمیم نیولی وه چه نبیل د ملی امنیت د چوکی څخه لری کړی. نبیل پدی موضوع هم خبر وه. خو متآسفانه اشرف غنی ژر تصمیم ونه نیولو او د پاکستانی مقاماتو سره د ملاقات لپاره د پاکستان په سفر ولاړو. کله چه پاکستان ته ولاړو نو نبیل د موقعی څخه استفاده وکړله او په ټویټ کی یی ولیکل چه زه پدی خاطر استعفی کووم چه اشرف غنی ولی پاکستان ته ولاړو.
    حال دا چه نبیل خپله د پاکستان او شورای نظار مخفی جاسوس وه. نبیل په دغه ټویټ سره د ښاغلی اشرف غنی حیثیت او عزت پاکستان ته ډیر ټیټ کړو. همدغه علت وه چه نبیل د ډیرو افغانانو د انتقاد او خبرو لاندی راغی. زیاترو افغانانو نامرده نبیل ته ولیکل چه که ته یو حقیقی افغان وای دغه ټویټ به دی هغه وخت کړی وای چه کله اشرف غنی په وطن کی وای، تا د پردیو په اشاره خپل ولسمشر ولی په دغه ټویټ سره بی عزته کړه.

    نبیل ته وایم چه نه نر یی او نه ښځه، نه افغان یی او نه به افغان شی. ستا دلاسه هیڅ نه کیږی ټوله ورځ د خیټالوژی څخه خبری کوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب