شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونه۳ نړيوالو موسسو بيرته په افغانستان کې د ژوند ژغورنې نسبي فعاليتونه...

۳ نړيوالو موسسو بيرته په افغانستان کې د ژوند ژغورنې نسبي فعاليتونه پيل کړي

تاند:( سې شنبه، د جدي ۲۷)‏ په نادولتي موسسو کې د ښځو د کار بندیز له پریکړې وروسته، په دې برخه کې د طالبانو له نسبي نرمښت سره لږ تر لږه درې مخکښو نړیوالو مرستندویه ادارو په افغانستان کې د ژوند ژغورونکي کارونه په جزوي توګه بیا پیل کړي.

 د طالبانو چارواکو دوی ته ډاډ ورکړی، چې افغان میرمنې کولی شي د روغتیا په برخه کې ورسره کار ته دوام ورکړي.

په داسې حال کې، چې د طالبانو اداره نړيوال په رسمیت نه پېژني او تعامل نه ورسره کوي او ۲۰ میلیونه افغانان وږي او درې میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي، د دوی د ژغورنې لپاره ډېره تمه د نړیوالو موسسو فعالیت ته کیږي.

CARE، Save the Children،

IRC او CARE هغه نړيوالې ادارې دي، چې په افغانستان کې ېې د فعاليتونو د بیرته جزوي پیل خبر ورکړی.

نړیوالې ټولنې په یو لړ لوړپوړو غونډو کې د طالبانو له حکومته غوښتي چې د مرستو په برخه کې د ښځو د بندولو حکم بېرته واخلي، چې تمه کیده دغه هېواد ته د مرستو پر بهیر به ناوړه پایلې ولري.

د طالبانو د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب، چې د وزارت ېې د یاد شوي بندیز امر کړی، AFP ته وویل چې دا “زموږ د ټولنې اړتیا” وه چې ښځو ته د روغتیا په برخه کې د کار کولو اجازه ورکړل شي.

د طالبانو چارواکي وايي، دا بندیز ځکه لګول شوی چې ښځو د حجاب اغوستلو یا د سفر پر مهال د نارینه خپلوانو سره د لیدو په اړه د دغې افراطي ډلې قواعد نه دي مراعات کړي — دا تور د نادولتي موسسو لخوا رد شوی.

وروسته له هغه چې طالبان د 2021 په اګست کې واک ته راستانه شول دوی په افغان میرمنو یو لړ محدودیتونه وضع کړل او تر ډېره حده ېې له عامه ژوند څخه لرې کړل.

د نجونو لپاره د منځني ښوونځي زده کړې لا د مخه منع دي، او ډیری ښځو دولتي دندې له لاسه ورکړې دي.

ښځې پارکونو، جیمونو او عامه حمامونو ته له تګ څخه هم منع شوي دي.

د طالبانو منتقدین دوی په زندان د افغانستان د بدلولو عاملين بولي، خو طالبان د خپلو پریکړو دفاع کوي او وايي په دې توګه « اسلامي شريعت» تطبيقوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب