شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد آقينې بندر له لارې په لومړي ځل ترکېې ته د افغان...

د آقينې بندر له لارې په لومړي ځل ترکېې ته د افغان صادراتو خبر ورکړل شو

تاند:( سې شنبه، د جدي ۲۷)‏ د طالبانو حاکم رژیم په لومړي ځل د آقېنې بندر له لارې ترکیې ته د افغانستان د صادراتي توکو د صادرولو خبر ورکړی دی.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد توکي د کورنیو شرکتونو له لوري او د افغانستان د نمبر پلېټ لرونکو لاریو په واسطه ترکیې ته استول کېږي.

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې یاد صادراتي توکي د آقینې بندر له لارې له ترکمنستان او ایران څخه تر تېرېدو وروسته ترکیې ته رسېږي.

د یادونې وړ ده، تر دې وړاندې د ځمکې له لارې د افغانستان صادراتي توکي د افغانستان د نمبر پلېټ لرونکو لاریو له لورې ترکیې هېواد ته نه وو صادر شوي.

طالبانو د يادو صادراتو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي‌.

په دې اړه د سوداګرۍ خونې او سوداګرو نظر نه دی ترلاسه شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب