شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهحقاني له اروپايي ټولنې څخه د بشري مرستو د دوام غوښتنه وکړه

حقاني له اروپايي ټولنې څخه د بشري مرستو د دوام غوښتنه وکړه

تاند:( سې شنبه، د جدي ۲۷)‏ ‏د طالبانو د کورنيو چارو د وزیر مولوي سراج الدين حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولني د پلاوي له رييسې رافيلايوديچه سره لیدلي.

د حقاني مطبوعاتي دفتر وايي، چې په دغه ليدنه کې نوموړي د اروپايي ټولني د پلاوي له پخواني ماموریت نه مننه وکړه چې‏د بشري مرستو په لړ کې يې له افغانستان سره خپلي همکارۍ ترسره کړي دي.

 هغه هيله ښودلې چې ياده ټولنه د تېر په څېر له افغانانو سره په سختو شريطو کې خپلي بشري مرستي دوامداره وساتي او په ځانګړې توګه د معتادينو د صحت له روان کمپاين سره همکاري وکړي.

‏د خبر پاڼې په اساس، رافيلايوديچه د طالبانو د کورنيو چارو له وزیر نه مننه وکړه چې د امنيت په تأمين کې يې د پام وړ هڅي کړي دي او د نړيوالو بشري مرستو کارمندانو ته يې لاره هواره کړې ده چې د بشري بحران سره مبارزه وکړي.

دا لیدنه او څرګندونې په داسې حال کې دي، چې په نادولتي موسسو کې د ښځینه کارکوونکو پر کار او په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو د طالبانو د اميرالمؤمنين ملا هبت الله اخندزاده د بندیزونو له فرمان سره ډېرو نادولتي موسسو په افغانستان کې خپل فعاليتونه، چې يوه لويه برخه ېې د بشري مرستو سمبالول وو، ځنډولي دي.

نا تایید شوي راپورونه وايي، چې په کندهار کې د طالبانو د امیرالمؤمنین له داسې افراطي پریکړو سره د هغه د کورنيو چارو او دفاع وزيرانو په ګډون ډېر چارواکي مخالف دي او هڅه کوي د خپلمنځیو بحثونو له لارې ملا هبت الله له افراطي پریکړو شاته وګرځوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفير منير اکرم د اقتصادي ستونزو د دوام او شدت په صورت کې د طالبانو د ادارې د سقوط او د داعش لیکو ته ېې د جنګیالیو د ورتلو خبرداری ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب