چهارشنبه, مې 22, 2024
Homeخبرونهد قطر د باندنیو چارو وزیر: یوازې په خبرو طالبان بدلېدای شي

د قطر د باندنیو چارو وزیر: یوازې په خبرو طالبان بدلېدای شي

تاند(سې شنبه، د جدي ۲۷ مه) د قطر د بهرنیو چارو  وزیر نن د سویس د داوس په اقتصادي غونډه کې وویل، سره له دې چې په افغانستان کې د طالب چارواکو له لوري وروستي اقدامات د ډیرې مایوسۍ وړ دي، خو د دې لپاره چې د طالبانو د بدلولو یوازینی چانس له هغوی سره خبرې دي، نو تعامل ته دوام ورکوي.

شیخ محمد بن عبدالرحمان الثاني وویل. دوحه له نورو اسلامي هیوادونو سره هم سلامشورې کوي چې په کندهار کې له طالب مشرانو سره دیالوګ پیل کړي.

د قطر د باندنیو چارو وزیر زیاته کړه، سره له دې چې دا به اسانه کار نه وي خو مهمه دا ده چې هڅو ته دوام ورکړل شي.

طالبانو چې د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ مه واک ترلاسه کړ، په ځانګړي ډول سږ کال افغانان او نړیوال په دې لا ډیر نهیلي کړل چې نجونې او ښځې یې له تعلیم او کاره یو مخ محروم کړل او نورو افراطي اقداماتو ته یې زور ورکړ.

طالبانو په دې اقداماتو افغانستان د نړۍ تر ټولو په منزوي هیواد بدل کړی دی.

افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې اساسي قانون، ملي سرود، ملي شورا او د دولتولۍ هیڅ راز اساسات نه لري او هیڅ هیواد یې په رسمیت نه پېژني.

3 COMMENTS

  1. که اخوانيت په تېر جهادي پير کې موږ ته ګټه کړي وي، نو دا اوسنۍ واکمنه اداره به يې هم وکړي.
    دلته له څو لسيزو راهيسې بېلابېلې بيګانه نسخې وکارول شوې، خو ګټه يې ونه کړه.
    د امريکا وپاکستان + عرب استخباراتو لوبې دي چې له جهادي ييره روانې دي.
    تاسې وپاکستان ته له هر چا سره دوستي روا ده، خو موږ ته نه.
    دا ستاسې لويه ستره نظامي اډه څنګه توجيه کوئ؟
    دا زموږ سرتنبه ګان خو هم هملته ستاسې له اډې سره نژدې پراته دي.
    تاسې ته زده کړه او هر څه روا دي، خو موږ ته نه. تاسې وپاکستان + امريکا همدا تربيه ورکړې ده؟

  2. د قطر د وزیر د خبرو داسې معلومیږي چې دا بې مغزه او جاهل خلک لارې ته راوستل وخت نیسي. نن سبا خلک مرغان، ماهیان او ځناور تربیه کوي او د هغوی خبرو ته غوږ نیسي مګر طالب تربیه کول او ترې انسان جوړول ستونځمن ښکاري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب