سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهد متقي مرستیال ویاند: د پاکستان سنټر جیل کې مو افغان کډوالو...

د متقي مرستیال ویاند: د پاکستان سنټر جیل کې مو افغان کډوالو سره مرستې وکړې

تاند:( سې شنبه، د جدي ۲۷)‏ ‏د طالبانو د رژيم بهرنيو چارو وزارت ویلي، چې د پاکستان په کراچۍ ښار کې ېې د یاد ښار په (سینټر جیل) محبس کې هغو افغان بندیانو سره د ژمنيو توکيو، ګرمو جامو او دارو درملو مرسته کړې ده

د دغه وزارت د وياند مرستيال حفیظ احمد ضیا په ورته وخت کې د‌ يادو کډوالو د خوشې کیدو لپاره د هڅو د دوام خبر ورکړی.

سرچینې د ‌دغو هڅو د پايلو يا ورسره د پاکستاني چارواکو د همکارۍ او نه همکارۍ په اړه څه نه دي ويلي.

پاکستان له څو میاشتو راهیسې شاوخوا يو نيم زر افغان ښځې، ماشومان او نور پناه غوښتونکي په کراچۍ ښار کې بندیان کړل، چې د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون د څېړنو له مخې په ناوړه شرایطو کې ساتل کېږي.

له دغو بندیانو څخه سلګونه تنه ېې د بند مودې له پوره کیدو وروسته هم نه دي خوشې شوي او د څو سوه تنو د خوشې کیدو په اړه ېې د طالبانو اداره او د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالانو د هڅو خبر ورکړی.

1 COMMENT

  1. سپږن د افغانانو سترګو ته شګې اچوي. زموږ د خلکو دغه ځورونه په ړومبي ځل پښتون ژغورنې غورځنګ د خلکو پام ته وړاندې کړې وه. او هم دې غورځنګ ډېره بنديان د محاکمې له لارې خوشي کړي وو. سره د دې د وکيلانو پيسې هم دوي برابرې کړې وې. سپږن خو له سره دغه بنديان يادول هم نه. دوه اونۍ مخکې د يوې خبري رسنۍ په ويډيو کې د سپږنو د کراچۍ کونسلګر د پي ټي اېم مخکښ او وکيل فهيم مروت سره په ګډه مرکه کې ناست وه. مروت چې په خوی او په مينه سوچه پښتون دی، د دې خلکو ټول کړاو يې په دقت سره وړاندې کړ. د سپږنو کونسلګر له خبرو څخه مالومېده چې ګواکې د پاکستاني حکومت وکيل دی او د فهيم مروت د خبرو په وړاندې يې د پاکستان دفاع کوله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب