شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهحمدالله محب د مایک پمپیو تورونو ته غبرګون ښودلی

حمدالله محب د مایک پمپیو تورونو ته غبرګون ښودلی

تاند:( چارشنبه، د جدي ۲۸)‏ د پرزول شوي جمهوري نظام د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب د امریکا د بهرنیو چارو د پخواني وزير مایک پمپیو هغو تورونو ته غبرګون وښود، چې ولسمشر غني ېې د سولې مخالف او په درغليو واک ته رسېدلی بللی و.

محب په يو لړ ټویټونو کې لیکلي، چې د پمپیو څرګندونې ناسمې دي او څرګندوي، چې د افغانستان د سولې بهير په اړه د امریکا سیاست له دروغو او ستونزو ډک و.

د نوموړي په وينا، د یادې ستراتیژۍ یوه برخه دا هم وه، چې افغانان باید د بهرنيانو په غلطیو ملامت کړل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزير ولسمشر غني په ۲۰۱۹ کې ډاکټر عبدالله ته د ټاکنو بايلونکی او د ټاکنو د پايلو غلا کوونکی هم بللی، چې د ښاغلي غني پلویانو ېې تورونه رد کړي دي.

مخکې د ولسمشر غني لومړي مرستيال امرالله صالح د امریکا د بهرنیو چارو د پخواني وزير په غبرګون کې ویلي وو:«ولسمشر غني واقعي سوله غوښته، خو امريکا د پردې تر شا راولپنډۍ ته د افغانستان د سپارلو پرېکړه کړې وه، څو خپله د اوکراین جګړې ته تياری ونيسي.»

د ولسمشر غني ځینو مخالفانو بیا د امریکایي لوري څرګندونې تاييد کړي او پر اشرف غني ېې توندې نيوکې کړي دي.

1 COMMENT

  1. ما ر ولړم ښه دی رنګ دې ورک ی دګیدړ
    چې له ارګ نه په تېښته کې اوشاته یې کتل
    امرالله ولد کلبی ومقصود معاون
    اسدالله ولد…………….. ددددددفاع
    حمد الله ولد ……….. دامن ګوډا
    روح الله ولد ……………. ددفاع لافوک
    حیات الله ولد…………… دهلمند مکرجن والی
    او ګونګه بسم الله بن …. دبایدن پهلوان
    یوشمېر نور قدرت الله کاسه اوکپړی هم دلته دضربا اوضربوا ضربتما په ګردان اخته ول هغه وخت محب دپمپو خان نږدې انډیوال وه هېڅ ستونزه نه وه. هرری، عاصی،راشی او مرتشی ټو ديوې سوړې ماران و خو کله چې درښتیا وخ راغله بسم الله له ټولو مخکې کابل ښار پرېښود. د محب اوامرالله هغه پټکې له یاده ووتلی چې دننګرهار په غونډه کې یی دنامتو شاعر « تراب خان» په وړاند کولې بې غیرته نظام ولې تاسې راولپنډۍ ته پرېښود ؟دادمټکور ستر کسان ول . مانا داچې حکومت بیلکل سهامی شوی وه هسې په نوم داړه وه هره ورخ یی سالګرې لمانځلې !!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب