Homeخبرونهد تاجیکستان ولسمشر: پاکستان راسره د ټول ګډونه افغان حکومت په غوښتنه...

د تاجیکستان ولسمشر: پاکستان راسره د ټول ګډونه افغان حکومت په غوښتنه کې همغږی دی

تاند:( پنجشنبه، د قوس څلور ويشتمه)‏ د تاجيکستان ولسمشر امام علي رحمان پاکستان ته د خپل پروني سفر په خپرو کړو جزيياتو کې ويلي، چې د دغه هېواد چارواکي ورسره په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت د جوړیدو په اړه همغږي دي.

نوموړي زياته کړې، چې د داسې حکومت د جوړیدو پر اړتياوو يې د پاکستان صدراعظم شهباز شريف او نورو چارواکو سره خبرې کړي دي.

امام علي رحمان دا هم ويلي، چې پاکستان او تاجيکستان د تلپاتې ثبات د ټینګښت لپاره د افغانستان ټول شموله حکومت جوړیدل اړين بولي او ټينګار کوي، چې دغه حکومت کې دې ټولو سیاسي او قومي قدرتونو ته ونډه ورکړل شي.

ياده غوښتنه د افغانستان ډېرو سياسي لوريو او نړيوالو هم له طالبانو کړې، خو دوی خپله حاکمه اداره ټول ګډونه بولي.

طالبانو مخکې تاجيکستان د ورته دريځونو له امله د افغانستان په کورنيو چارو کې په لاسوهنې تورن کړی و.

 پاکستاني چارواکو په وروستيو کې د افغانستان د حاکمې ادارې ځينو مشرانو سره ظاهړي ښې اړيکې نه لري او په ځينو ناندريو سرحدي سيمو کې د دواړو لوريو د نښتو راپورونه ورکړل شوي.

1 COMMENT

  1. امام علي د رحمان زوی دا حق نه لري چې افغانستان ته حکومت او دولت جوړ کړي.
    زه دا منم چې د ټالب واکمني هېڅ محبوبیت نه لري ، ملي ، اسلامي او نړیوال قوانین نه مراعاتوی ، خو له پرونیو جنګسالارانو ، لنډغرانو ، غلو او دیوې ولسوالۍ له حاکمیت نه نسبتا بهتره ده .
    دا د افغانانو ملي او ایماني دنده ده چې په خپلو منځونو کې سره کښیني ، د خپل هېواد ملي حاکمیت ، اساسي قانون او نورو قوانینو جوړولو په برخه کې تصمیم ونیسي .
    که د رحمان زوی امام علي زمونږ لپاره حکومت جوړوي ، بیا افغانان هم حق لري د تاجیکستان لپاره یو ټول شمول حکومت چې ټولو تاجیکانو ته د منلو وړ وي ، جوړ کړي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...