شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهملګرو ملتونو ط-انو ته د افغانستان د استازیتوب سپارلو غوښتنه بیا رد...

ملګرو ملتونو ط-انو ته د افغانستان د استازیتوب سپارلو غوښتنه بیا رد کړه

تاند:( پنجشنبه، د قوس څلور ويشتمه)‏ د ملګرو ملتونو سازمان یو ځل بیا د طالبانو د حاکمې ادارې هغه غوښتنه رد کړې، چې دوی ته ېې د افغانستان د استازیتوب د څوکۍ د سپارلو په اړه کړې وه.

د ملګرو ملتونو هغې کمېټې، چې په دې اړه ېې فعالیت کاوه، ویلي په دې اړه پریکړه بیا بل وخت ته ځنډولې ده.

طالبانو پر افغانستان له بيا واکمنيدو وروسته، په قطر کې د خپل سیاسي دفتر مخکښ غړی سهېل شاهين په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازیتوب لپاره کاندید کړ، خو ياد شوي سازمان د غړو هېوادونو په توافق د طالبانو استازی له دې کبله رد او د افغانستان استازیتوب ېې ور ونه سپاره، چې دغه سازمان او د نړۍ ټول هېوادونه د طالبانو حاکمه اداره په رسميت نه پيژني.

طالبانو او ځینو ملاتړو هېوادونو ېې په وروستيو کې بیا د سهیل شاهین د دندې د پیل لپاره هڅې کولې، خو ملګرو ملتونو په دې اړه پریکړه نا معلومې مودې ته ځنډولې ده.

ځینو خبري رسنيو ويلي، چې د ملګرو ملتونو د يادې پريکړې له ځنډ سره به د استازيتوب دغه څوکۍ په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د نمايندګۍ سرپرست نصير احمد فايق سره پاتې شي.

فايق، چې د جميعت ډلې اړوند کس ګڼل کېږي، څه موده مخکې ويلي وو، چې دی نه د پرزول شوي جمهوري نظام او نه هم طالبانو استازی دی.

د هغه منتقدین ادعا کوي، چې فایق له دغې څوکۍ څخه قومي او سياسي موخو ته کار کوي.

د طالبانو منتقدین د دوی سخت دریځه مشران د دوی د ادارې د نه مشروعیت او د افغانستان د اوسنيو بحرانونو اصلي عامل بولي او وايي که د نجونو د ښوونځيو په ګډون د يوه مشروع او با ظرفيته ملي دولت جوړيدو لپاره د افغانانو او نړيوالو غوښتنې ومني افغانستان او د دوی اداره به له اوسني وضعيت څخه ژر خلاص او ملي او نړيوال مشروعيت به ومومي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب