پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+زاړه چپترونه که نوي کتابونه

زاړه چپترونه که نوي کتابونه

دېسمبر ۲۰۲۲ ز کال

ګل آغا احمدي وردګ

زده کړه د انسان لومړنۍ دنده ده چې نړۍ ته تر راتګ وروسته سمدلاسه ورته اړتیا لري، ځینې زده کړې په طبیعي توګه او د خدای تعالی په لارښوونه انسان تر لاسه کوي لکه د مور سره د ماشوم مینه، د مور د تي رودل او د هغې د شیدو خوړل او همدارنګه نور هغه کړه وړه چې ماشوم خپل لوري ته د نورو د پاملرنې په برخه کې ورته اړتیا لري. خو ځینې زده کړې د وخت په تېرېدو، د تعلیم په حاصلولو، د تجربې په لاسته راوړلو، مشاهدې، لیدو کتو، د والدینو، د کورنۍ د مشرانو او ښوونکو په وسیله تر لاسه کېږي. کله چې د کورنۍ له چاپېریال څخه  بهر وزي او د ټولنې په وګړو ورګډېږي، انسان اړ دی څو هغه مهارتونه، روزنه او زده کړې تر لاسه کړي چې په ټولنه او له خلکو سره په تعامل کې ورته اړتیا لري چې په دې برخه کې هم د مشرانو لارښوونو، تعلیمي وسایلو او د ښوونکو هدایت ته اړتیا لري.

همدارنګه کله چې د رسمي او عصري زده کړو بهیر ته انسان شاملېږي، هلته بیا اړ وي چې د ښوونځي درې ګونې مرحلې (ابتداییه، متوسطه او ثانوي) دورې بشپړې کړي او د پوهنتوني زده کړو مرحلې ته شامل شي.

په یاده هره مرحله کې انسان د زده کړو څو اساسي عناصرو ته اړتیا لري چې عبارت دي له ښوونکي، نصاب، کتاب، تعلیمي چاپېریال، د تدریس اصول، کتابتون، څېړنې او داسې نورو ته چې د زده کړې او تحصیل په مراحلو کې فوق العاده اهمیت لري.

موږ غواړو چې په دې لیکنه کې د افغانستان د پوهنتونونو لپاره د درسي کتابونو د تهیې، چاپ او وېش په هکله خپل نظر له لوستونکو سره شریک کړو چې د یو خیرخواه افغان (ډاکتر یحیی وردګ) په وسیله په ۲۰۱۰ زېږدیز کال پیل شوی، په۲۰۲۲ زېږدیز کال کې په ویاړ جریان لري، هېڅ زار وقفه پکې نه ده راغلې او د راتلونکي لپاره به دوام مومي.

د دې درسي کتابونو مولفین زیاتره هغه استادان دي چې کلونه کلونه یې د  افغانستان په مختلفو پوهنتونونو کې تدریس کړی او محصلین یې روزلي دي. د ښوونکو تدریسي کتابونه د ډاکتر یحیی وردګ له دفتر سره د یوې داسې هوکړې له لارې چاپېږي چې په هغه کې د کتاب مولف، د پوهنتون رئیس، د پوهنځي رئیس، د دیپارتمنت مسئول او داسې نور اړخونه لیکلې موافقه څرګندوي، د د پوهنتونونو درسي کتابونه د چاپ مرحلې ته وړاندې او له چاپ څخه وروسته په وړیا توګه په ټول هېواد کې وېشل کېږي.

د افغانستان د پوهنتونونو لپاره د تدریسي کتابونو د چاپ او توزېع سلسله چې په۲۰۱۰ زیږدیز کال کې پیل شوې، د ۲۰۲۲ زیږدیز کال د ډېسمبر تر میاشتې پورې یې ۳۶۶ عنوان درسي کتابونه له هر کتاب څخه لږ تر لږه ۱۰۰۰ ټوکه چاپ او توزېع کړي چې ټولټال ۳۶۶۰۰۰ ټوکو ته رسېږي. دغه کتابونه چې په پښتو، دري او انګرېزي ژبو لیکل شوي یا ژباړل شوي، له چاپ څخه وروسته د افغانستان دولتي او خصوصي پوهنتونونو، محصلینو، استادانو، روغتونونو، علمي بنسټونو، مولفینو، اکادمیکو او څېړنیزو مرکزونو، عامه کتابتونونو او حتی ځینو علمي کادرونو هم ته وېشل شوي دي.[1]

پر دې سربېږه ذکر شوي تدریسي کتابونو ته د افغان استادانو، محصلینو او مینه والو لاسرسی په ډیجیټل بڼه هم په دوه ډوله شونی دی:

لومړی: دغه درسي کتابونه هر یو مله سي ډي له ځان سره لري او په هغه کې د کتاب سافټ کاپي رایټ شوې ده. بل دا چې د ښاغلي ډاکتر یحیی وردګ د دفتر په وسیله ټول چاپ شوي کتابونه په یوه سي ډي کې هم ځای پر ځای شوي او مینه کولای شي  خپلو کمپیوټرونو ته یې ښکته او له هغه څخه استفاده وکړي.

دویم: دغه ټول درسي چاپ شوي کتابونه د دې ویب سایټ د لارې د لاسرسي وړ دي:

له نېکه مرغه په دې لړۍ کې له پيل څخه تر دې مهاله هېڅ راز وقفه نه ده راغلې، اوس هم جریان لري او د راتلونکي لپاره به دوام مومي.

دغه کتابونه چې د طب، ښوونې او روزنې، کرنې، انجنیرۍ، ساینس، اداره او منجمنټ، اوبو لګولو، ادبیاتو، روانشناسي او ځینو نورو څانګو پورې اړه لري، د کابل پوهنتون، کابل طبي پوهنتون، ننګرهار پوهنتون، هرات پوهنتون، البیروني پوهنتون، بلخ پوهنتون، کندهار پوهنتون، خوست شیخ زاید پوهنتون او ځینو نورو پوهنتونونو د استادانو دي چې د ذکر شوې هوکړې له مخې د چاپ بهیر ته سپارل کېږي او تر چاپ وروسته وېشل کېږي. د دې بهیر یو شمېر درسي کتابونه داسې هم دي چې په بهرمېشتو افغان پوهانو. استادانو او اکاډمیکو شخصیتونو لیکلي یا ژباړلي او له همدې لارې چاپ شوي دي. افغان علمي موسساتو او څېړنیو مرکزونو ته د دې کتابونو توزېع په وړیا توګه صورت مومي او د چاپ شوو کتابونو په لړ کې یو شمېر آلماني موسسو او خیرخواه شخصیتونو مرسته کړې ده چې په چاپ شوو کتابونو کې یې معرفي شتون لري.

د دې لیکنې د پایلې په توګه ویلای شو چې دغه ګټور او روښانه بهیر د افغانستان په یو شمېر دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې پخوانیو چپترونو او لیکچرنوټونو ته د پای ټکی اېښی او چپترونه یې له نوو معیارونو، معلوماتو او تدریسي اړتیاوو سره یو ځای په کتابونو اړولي دي. دغه بهیر به دوام لري، له دې روښانه سلسلې سره مادي او معنوي مرسته د هر علم پال او هېوادپال افغان دنده ده څو افغان محصلین او استادان په خپلو تحصیلي موسساتو کې د معیاري کتابونو څخه برخمن شي او د هغو پخوانیو غیر معیاري چپترونو دود پای ته و رسېږي چې د لسګونو کلونه او حتی نیمې پېړۍ راهیسې د افغانستان په پوهنتونونو کې محصلینو ته تدریس ځینې کېږي.

زموږ سره اړیکه: [email protected]

                       [email protected]

د افغانستان د پوهنتونونو لپاره د معیاري درسي کتابونو د چاپ او توزېع د لړۍ لیکنې دوام لري. له موږ سره اوسئ…

[1]  په کابل کې د ډاکتر یحیی وردګ دفتر، معلوماتي آرشیف، دیسمبر ۲۰۲۲ زېږدیز کال

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب