جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهپاکستان بيا د افغان کډوالو ځورول زيات کړي

پاکستان بيا د افغان کډوالو ځورول زيات کړي

تاند:( پنجشنبه، د قوس څلور ويشتمه)‏ تاند ته رسیدلي راپورونه څرګندوي، چې د پاکستان پولیسو په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو ځورول او ورڅخه د بډو اخيستل بيا زيات کړي‌.

په پاکستان کې يو شمېر مېشتو افغان کډوالو تاند ته ويلي، چې پاکستان له ناقانونه کډوالو سره د توند چلند خبرداری ورکړی، خو عملا يې په قانوني ډول د مېشتو کډوالو ځورولو ته شدت ورکړی.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت تازه يو شمېر افغان کډوالو ته زنګونه هم وهلي او ويلي، چې يا خپلې ويزې ژر تمدید او يا د روان میلادي کال تر پايه د پاکستان له خاورې ووځي.

د‌ دغو کډوالو د نه وتو په صورت کې پاکستان دوی ته د نقدي جريمو، بندي کيدو او افغانستان ته د ستنولو خبرداری ورکړی.

افغان کډوال شکايت کوي، چې پاکستان يې له میاشتو- مياشتو راهيسې د ويزو د تمدید غوښتنې نه دي منلي او په دې کار ورڅخه پریمانه او غیر قانوني پيسې غواړي، چې دوی یې وس نه لري.

څه موده مخکې يو شمېر افغان کډوالو او په خاص ډول ښځو سره د پاکستاني پولیسو د ناوړه چلند مستند اسناد رسنيز شول.

په افغانستان کې د طالبانو حاکمې ادارې په دې اړه څه نه دي ويلي.

تازه په ايران کې د پاکستان، ايران، ملګرو ملتونو او د طالبانو د ادارې د استازو ترمنځ د افغان کډوالو د وضعيت په اړه غونډه شوې، چې نور جزییات یې نه دي په ډاګه شوي، خو خپل هېواد ته د افغان کډوالو د اختياري ستنیدو په هڅولو او زمينه سازۍ ټينګار پکې شوی.

1 COMMENT

  1. هغه افغانانو ته هم نور شرم پکار دی چه د پنجاب له دغی شان سپکاوی سره سره هلته پاتی دی ، راشی خپل هیواد ته نور . ایا دا ۴۰ میلیون انسانان دلته الله ج ساتی ، تاسی به هم وساتی په خدای توکل وکړی وغیرت او همت ښه شی دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب