دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهحنا رباني:ملا یعقوب نه مې د ليدو غوښتنه نه وه کړې

حنا رباني:ملا یعقوب نه مې د ليدو غوښتنه نه وه کړې

تاند:( پنجشنبه، د قوس څلور ويشتمه)‏ په بهرنيو چارو کې د پاکستان د دولت وزیرې حنا رباني کهر هغه راپورونه رد کړي، چې ګواکې کابل ته يې د سفر پر مهال د طالبانو د ادارې د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد سره د ليدو غوښتنه کړې او هغه ېې غوښتنه نه ده منلې.

نوموړې په يوه خبري کنفرانس کې په دې اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې د هغه يو ورځيني سفر پر مهال يې د امکان تر حده بېلابېلې غونډې وکړې، خو هيڅ کوم طالب وزير يې د ليدو غوښتنه نه ده رد کړې.

حنا رباني کهر دوه اونۍ مخکې کابل ته په سفر راغلې وه.

هغې د دغه سفر پر مهال د طالبانو د بهرنيو چارو وزير، د رييس الوزرا اداري مرستيال او يو شمېر نورو چارواکو سره پر مختلفو موضوعاتو خبرې کړې وې.

ځينو رسنيو هغه مهال د خپلو سرچينو په اساس ويلي وو، چې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد، چې ویل کیږي پاکستان سره ښې اړيکې نه لري، له نوموړې سره د ليدو غوښتنه رد کړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب