چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeخبرونهد امریکا شارژدافیره له ټویټري ناندرۍ وروسته د کندهار ط-لب والي سره...

د امریکا شارژدافیره له ټویټري ناندرۍ وروسته د کندهار ط-لب والي سره پر بشري حقونو غږیږي

تاند:( پنجشنبه، د قوس څلور ويشتمه)‏ د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره کرین ډکر، چې څو ورځې مخکې ېې د کندهار لپاره د طالبانو والي حاجي يوسف وفا سره پر ټویټر ناندرۍ راغلې وې، نوموړي سره په افغانستان کې د بشري حقونو په تړاو د خبرو د کولو خبر ورکړی.

مېرمن ډکر پر خپل ټویټر لیکلي، چې په دې خبرو کې به د بشري حقونو د مدافعانو د ملاتړ لپاره طالب والي سره وغږیږي.

د کرین ډکر په وینا دوی لږ تر لږه په دې اړه همنظره دي چې بشري حقونه مهم دي.

خو میرمن ډکر زیاته کړې، لیواله ده چې پوه شي، په کندهار کې د طالبانو مشران په دې برخه کې څه ډول عمل کوي.

پرافغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې نړیوالو پرلپسې له دوی غوښتي چې بشري حقونو، په تیره د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي.

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې کرین ډکر تر دې مخکې د ډیسبر په لسمه د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د بشري حقونو پر وضعیت اندیښنه ښودلې وه او په یو ټویټ کې یې ویلي وو پر ” کندهاري مشرانو ” ټینګار کوي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د ټینګښت لپاره د بشري حقونو د افغان فعالانو او نړیوالې ټولنې د روانو هڅو ملاتړ وکړي څو ټول افغانان له ” کرامت، ازادۍ او عدالت ” څخه برخمن شي.

د کندهار لپاره د طالبانو والي حاجي يوسف وفا بيا د خپلې ادارې له ټویټر پاڼې په خپره کړې اعلامیه کې وویل، چې د امریکا د شارژدافیرې خبرې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ګڼي.

حاجي يوسف وفا لیکلي وو:« زموږ پالیسي او دریځ د شریعت پر احکامو او اُصولو بناء دی او په اسلامي شریعت کې او په اسلامي امارت کې د بشر حقوقو ته تر ټولو زیات درناوی شته.»

 په دغه اعلاميه کې زياته شوې وه، چې دوی ته خپله پالیسي تر هرچا مقدسه، مقدمه او سره کرښه ده، د همدې پالیسۍ له مخې له هر چاسره تعلقات او تعامل کوي.

د امریکا شارژدافیرې نه دي ويلي، چې د کندهار د طالب والي له دغې اعلاميې وروسته څنګه نوموړي سره خبرو ته لېواله شوې ده.

د طالبانو پر دغه والي په کندهار کې د ډېرو سخت دریځه عملونو او بشري حقونو نقض تور پورې شوی، خو طالب چارواکو داسې تورونه یو مخ ټول رد کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب