Homeخبرونهد بلخ ۱۲۴ زره جريبه دولتي ځمکه له غاصبانو را وګرځول شوه

د بلخ ۱۲۴ زره جريبه دولتي ځمکه له غاصبانو را وګرځول شوه

تاند:( پنجشنبه، د قوس څلور ويشتمه)‏ د بلخ لپاره د طالبانو د ادارې چارواکو ويلي، چې ۱۲۴ زره جريبه دولتي ځمکه يې د غاصبینو له منګولو ژغورلې ده.

د بلخ د کرنې او مالدارۍ لپاره د طالبانو چارواکو ويلي، چې يادې ځمکې للمي دي.

چارواکو په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو ويلي چې د غاصبینو پر وړاندې ېې هڅې لا هم دوام لري.

د طالبانو له واکمنيدو سره دوی په ډېرو نورو ولايتونو کې هم له غاصبينو څخه د ځمکو د را ګرځولو خبر ورکړی.

خلک د طالبانو له دې اقداماتو خوښي ښيي، خو په دې اړه وضاحت غواړي چې دوی له دغو دولتي ځمکو څنګه او د کومو روښانه معيارونو په اساس استفاده کوي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...