پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeخبرونهپر ډیورند کرښه د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ بیا نښته شوې

پر ډیورند کرښه د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ بیا نښته شوې

تاند (پنجشنبه، د قوس ۲۴ مه) په سپین‌بولدک کې یو ځل بیا پر کرښه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده. دا په یوه اوونۍ کې په دې سیمه کې دوهمه پېښه ده.

د لومړنیو راپورونو له مخې، طالبانو په شېرو اوبو سیمه کې پوسته جوړوله چې له هغې غاړې پرې ډزې بیل شوې.

د یکشنبې په ورځ هم په ورته دلیل پاکستاني پوځیانو په دې سیمه کې پر طالب ځواکونو برید کړی و چې په نتیجه کې یې دواړو خواوو ته ۱۰ تنه ووژل شول او شاوخوا ۳۰ نور ژوبل شول.

د نننۍ پېښې په اړه پاکستاني رسنیو د خپلو پوځي سرچینو په قول ویلي چې له افغانستان څخه د دوی خوا ته ډزې شوي چې ډیورند کرښې ته څېرمه په موسي کلي کې د خلکو پر کورونو لګېدلي دي.

پاکستاني چارواکو بیا هم ادعا کړې چې د افغانستان له لوری پر دوی بې دلیله ډزې شوي دي.

پاکستاني رسنیو د خپلو چارواکو په قول ویلي، د ډزو په نتیجه کې د چمن په موسي کلي کې د ۲ ښځو په ګډون ۱۲ ملکي وګړي ژوبل شوي او یو تن وژل شوی دی.

د پاکستان د ملېشه ځواک یوه قوماندان پاکستاني رسنیو ته ویلي چې د طالبانو د ډزو په ځواب د پاکستان پوځ هم د افغانستان خوا ته ډزې وکړې.

طالب چارواکو د دې خبر د خپرېدو تر شېبې د تازه نښتې په اړه څه نه دي ویلي.

1 COMMENT

  1. زه فکر کوم دا د دواړو اړخو دستوري جګړې دي تر څو د ډیورینډ کرښې ته د رسمیت بڼه ورکړي. دا د انګریز او د هغوی د غلامو پنجابیانو پخوانی تکتیک دی تر څو نړیوالو ته وښایي چې دلته هره ورځ جګړې کیږي او ددې موضوع اساسي حل د کرښې رسمیت پیژندل وګڼي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب