دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهمجاهد د قوشتيپې کانال د پرمختګ جزییات خپاره کړل

مجاهد د قوشتيپې کانال د پرمختګ جزییات خپاره کړل

تاند:(جمعه، د قوس يوولسمه) ‏‏‏‏د طالبانو د حاکمې ادارې وياند ذبيح الله مجاهد، چې‏نن يې په بلخ کې د قوشتيپې کانال له کارونو او جریان څخه لیدنه کړې، د دغه کانال د پرمختګونو جزییات خپاره کړل.

نوموړی لیکي:« په تیرو اتو میاشتو کې د لومړي فاز ۱۰۸ کیلو مترو په ۱۱۴ نقطو کې کارونه روان دي چې اکثره بشپړ شوي.»

د مجاهد په وينا ، په دې موده کې ټولټال ۳۲۰۰ ماشینرۍ په کار بوخت دي.

ذبیح الله مجاهد وايي، چې په دې پروژه کې ۵۵۰۰ افغانانوته په مخامخ او زرګونو نورو ته غیرمستقیم کار پیدا شوی.

د طالبانو وياند د يادې پروژې نور جزییات په دې ډول ښودلي:«‏تر ۲۵۰ شرکتونه کار په کې کوي.

– په یوه ورځ کې ۶۵۰۰۰۰ مترمربع کیندنه کیږي.

– تر اوسه ۴۲ میلونه متر مربع کیندنه يې بشپړه شوی.

ــ دا کانال به په یوه ثانیه کې ۶۵۰ مترمکعبه اوبه نقلوي.

ــ د کانال ټول اوږدوالی ۲۸۵ کیلومتره دی.

ــ عرض يې ۱۵۲ متره دی.

ــ عمق يې ۸.۵ متره دی.»

د يادونې وړ ده، چې د قوشتيپې کانال د جوړولو چارې د طالبانو له بيا واکمنيدو وروسته پيل شوي، چې خلکو ېې د چارو د چټک دوام ستاینه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب