جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهبهرنيو چارو وزارت: چا ته د دیپلوماتیکو ماموریتونو د ګواښلو اجازه نه...

بهرنيو چارو وزارت: چا ته د دیپلوماتیکو ماموریتونو د ګواښلو اجازه نه ورکوو

تاند:(جمعه، د قوس يوولسمه) ‏‏‏‏د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان د سفارت پر لور نننيو ډزو ته غبرګون ښودلی.

دغه وزارت تایید کړې، چې په دې برید کې یو امنیتي کس ټپي شوی، خو د نوموړي هويت ېې نه دی په ډاګه کړی.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وايي هیڅکله به مغرضو کړیو ته اجازه ورنه کړي چې په کابل کې د دیپلوماتيکو ماموريتونو امنيت وګواښي.

سرچینه زیاتوي، چې امنیتي ادارې به دغه پېښه په جدي ډول وڅیړي او د عاملینو تر پیژندلو وروسته به قانوني جزا ورکړل شي.

نامعلومو وسله والو نن په کابل کې د پاکستان پر سفارت ډزې کړي او د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې لږترلږه یو تن ټپي شوی دی.

 راپورونه وايي چې د حملې هدف د پاکستان شارژدافیر عبدیالرحمان و خو نوموړی له حملې روغ وتلی دی.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف دا پېښه په کلکه غندلې او پر خپله ټویټرپاڼه یې کښلي:

« زه په کابل کې د (پاکستان) پر سفارت دا وحشیانه قاتلانه هڅه په کلکه غندم. سلام دی وي هغه زړور امنیتي ساتونکي ته، چی د خپل ژوند د ژغورلو لپاره په مرمۍ ولګېد. د امنیتي ساتونکي د ژر تر ژره روغتیا لپاره دعاکوم. د دې ناوړه عمل د ژر تر ژره پلټنو او د عاملانو په وړاندې یې د اقدام غوښتنه کوم.»

تراوسه پورې د دې برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

دا نن په کابل کې دوهمه حمله ده. تر دې وړاندې دوو حمله کوونکو نن په کابل کې د اسلامي حزب پر مرکزي دفتر برید وکړ خو مخکې تر دې چې هدف ته ورسیږي ووژل شول.

د طالبانو د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر په دې برید کې د حکمتيار د يوه ملګري د وژل کیدو او دوو نورو د ټپي کیدو خبر ورکړی.

3 COMMENTS

  1. فکر کوم په پښتو د دغه مهم وزارت رسمي او منل شوی نوم « د افغانستان د باندېنیو چارو وزارت » دی .
    زمونږ کندهاري ورونه د « بهر او یا بهرنیو » کلمه چې اصلا اردو ده ، استعمالوي .

  2. عمر توخي محل سکونت: Malmo تاریخ: 02.12.2022

    د موتقي خیالات د حنا په اړه

    لاس پر ځګر را ته ولاړه
    د ظالم لور ده مخامخ کوي وارونه
    زلفي يې خپل که مصنوعي دي
    زموږ خوارانو يې را مات کړه اودسونه
    ما د اسلام تر نامه جار کړې
    ستا په لیدلو يې ماتیږي حدودونه
    ته مو د زړه خاص مېلمنه یې
    ستا په خاطر مو دي بند کړي مکتبونه
    زموږ پر لېمو دي قدم کښېږده
    د ای اېس ایه دي راوړي کوم حکمونه
    ستاسي امرونه ټول چلیږي
    ځکه پر ښځو لګوو ډېر بندیزونه
    تحفې مي ډېري درساتلي
    د غمازانو څه یې پټي در کومه
    چي و پنجاب ته بیرته ولاړې
    وایه پر ټولو بېناموسو سلامونه

  3. پورته نظم په افغان جرمن ویبسایټ کی خپور سویدی او زما خوښ سو چی یقیناً د تاند د ګرانو لوستونکو به عمر توخي محل سکونت: Malmo تاریخ: 02.12.2022

    د موتقي خیالات د حنا په اړه

    لاس پر ځګر را ته ولاړه
    د ظالم لور ده مخامخ کوي وارونه
    زلفي يې خپل که مصنوعي دي
    زموږ خوارانو يې را مات کړه اودسونه
    ما د اسلام تر نامه جار کړې
    ستا په لیدلو يې ماتیږي حدودونه
    ته مو د زړه خاص مېلمنه یې
    ستا په خاطر مو دي بند کړي مکتبونه
    زموږ پر لېمو دي قدم کښېږده
    د ای اېس ایه دي راوړي کوم حکمونه
    ستاسي امرونه ټول چلیږي
    ځکه پر ښځو لګوو ډېر بندیزونه
    تحفې مي ډېري درساتلي
    د غمازانو څه یې پټي در کومه
    چي و پنجاب ته بیرته ولاړې
    وایه پر ټولو بېناموسو سلامونه

    هم خوښ سی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب