سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهد پاکستان پر سفارت له برید وروسته بلاول بوټو او ملا متقي...

د پاکستان پر سفارت له برید وروسته بلاول بوټو او ملا متقي ټلیفوني خبرې کړي

تاند:(جمعه، د قوس يوولسمه) ‏‏‏‏ ‏د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري سره ټيليفوني خبرې کړي.

‏د متقي مطبوعاتي دفتر وايي، چې په دې خبرو کې نوموړي په کابل کې د پاکستان پر سفارت ډزې وغندلې او ډاډ یې ورکړ چې د سفارت امنیت ته به ځانګړې پاملرنه کېږي او د پیښې د عاملینو د پیدا کېدو او د قانون منګلو ته په سپارلو کې به پوره کوښښ وکړي.

سرچينه زياتوي:« بوټو څرګنده کړه چې دغه ډول پېښې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې نشي خرابولای او هیچاته به اجازه ورنه کړي چې په داسې شومو اعمالو کې کامیابه شي.»

نامعلومو وسله والو نن په کابل کې د پاکستان پر سفارت ډزې کړي او د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې لږترلږه یو تن ټپي شوی دی.

 راپورونه وايي چې د حملې هدف د پاکستان شارژدافیر عبدیالرحمان و خو نوموړی له حملې روغ وتلی دی.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف دا پېښه په کلکه غندلې او پر خپله ټویټرپاڼه یې کښلي:

« زه په کابل کې د (پاکستان) پر سفارت دا وحشیانه قاتلانه هڅه په کلکه غندم. سلام دی وي هغه زړور امنیتي ساتونکي ته، چی د خپل ژوند د ژغورلو لپاره په مرمۍ ولګېد. د امنیتي ساتونکي د ژر تر ژره روغتیا لپاره دعاکوم. د دې ناوړه عمل د ژر تر ژره پلټنو او د عاملانو په وړاندې یې د اقدام غوښتنه کوم.»

تراوسه پورې د دې برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

دا نن په کابل کې دوهمه حمله ده. تر دې وړاندې دوو حمله کوونکو نن په کابل کې د اسلامي حزب پر مرکزي دفتر برید وکړ خو مخکې تر دې چې هدف ته ورسیږي ووژل شول.

د طالبانو د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر په دې برید کې د حکمتيار د يوه ملګري د وژل کیدو او دوو نورو د ټپي کیدو خبر ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب