سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهپاکستان ممکن پر طالبانو د فشار لپاره خپل دیپلوماتان وباسي

پاکستان ممکن پر طالبانو د فشار لپاره خپل دیپلوماتان وباسي

تاند(شنبه، د قوس ۱۲ مه) د ناتایید شویو راپورونو له مخې، په کابل کې د جمعې د ورځې له حملې وروسته پاکستان پرېکړه کړې چې خپل دیپلوماتان په کابل کې له خپل سفارته وباسي.

په کابل کې د پاکستان پر شارژدافېر د یوه نامعلوم وسله وال له لوري د ډزو خبر لومړی پلا د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ورکړ او هغه یې په کلکو ټکو وغانده. ده پر خپله ټویټرپانه وکښل:

 «زه په کابل کې د (پاکستان) پر سفارت دا وحشیانه قاتلانه هڅه په کلکه غندم. سلام دی وي هغه زړور امنیتي ساتونکي ته، چی د خپل ژوند د ژغورلو لپاره په مرمۍ ولګېد. د امنیتي ساتونکي د ژر تر ژره روغتیا لپاره دعاکوم. د دې ناوړه عمل د ژر تر ژره پلټنو او د عاملانو په وړاندې یې د اقدام غوښتنه کوم.»

له دې بریده وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت شدید اعتراض څرګند کړ اواو د طالبانو له حکومت څخه یې وغوښتل چې د پاکستاني دیپلوماتانو او د سفارت دنورو کارکوونکو د ساتنې لپاره جدي اقدامات وکړي.

د دې حملې په اړه، چې تراوسه پورې یې چا یا کومې ډلې مسوولیت منلی نه دی، ځینې کتونکي شک ښکاروي او وايي چې ممکن پاکستان په دې ډول غواړي چې پر افغان طالبانو فشار راوړي چې د پاکستاني طالبانو پر ضد جنګ پیل کړي.

پاکستان ادعا کوي چې د ټي ټي پي مشران په افغانستان کې دي او د افغانستان له خاورې په پاکستان کې بریدونه کوي.

پاکستان د ټي ټي پي حملو، چې تېره اوونۍ یې له پاکستان سره تر نامعلومې ڼېټې پورې اعلان کړی اوربند پای ته ورساوه، ډېر وارخطا کړی دی ځکه چې دا ځل پاکستان د دې ډلې پر ضد په جګړه کې د امریکا میلیارد ډالري مرسته نه لري او له بلې خوا د پاکستان اقتصاد تر بل هر وخت خراب دی.

سي این این- نیوز ۱۸ ادعا کوي چې په پاکستان کې استخباراتي سرچینو ورته ویلي چې دا هیواد ښايي یوه څانګړې الوتکه کابل ته ولیږي چې له هغه ځایه پاکستاني دیپلوماتان او کارکوونکي موقتاً وباسي.

د پاکستاني سرچینو له مخې، په پرونۍ حمله کې د پاکستان شارژدافېر عبید نظاماني، چې د سفارت سرپرستي په غاړه لري، روغ ووت خو ساتونکی یې سیپوۍ اسرار ټپي شو.

پاکستان په نامعلوم دلیل افغانستان ته سفیر نه دی رالیږلی خو ګومان کېږي چې پاکستان په دې توګه غواړي افغان طالبانو ته په دې خاطر خپله نارضایتي وښيي چې د پاکستاني طالبانو پر ضد جګړه نه پیلوي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دې برید په غبرګون کې ویلي « ‏د ا. ا. ا. په کابل کې د پاکستان د سفارت پر لور د ډزو او ناکامه برید هڅه په کلکو ټکو غندي او یوه امنیتي زخمي شوي کس ته عاجله شفا غواړي. ا. ا. به هیڅکله مغرضو کړیو ته اجازه ورنه کړي چې په کابل کې د دیپلوماتيکو ماموريتونو امنيت وګواښي.

امنیتي ادارې به دغه پېښه په جدي ډول وڅیړي، د عاملینو تر پیژندلو وروسته به قانوني جزا ورکړل شي»

بهرنيو چارو وزارت: چا ته د دیپلوماتیکو ماموریتونو د ګواښلو اجازه نه ورکوو

2 COMMENTS

  1. که داسې وي ، دا ډزې خپله د پاکستان له لوري سازمان شویدي. پر ټالبانو د فشار د آلې په توګه غواړي یوه پلمه او بهانه ځان ته پیدا کړي .
    خود کوزه ، خود کوزه ګر.
    په هر حال چرګ کم ، غ … کم .
    چرا شګفته نباشیم خدا سبب ساز است
    دریکه پنجاب ببندد ، در دیګر باز است

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب