سریزه
هر سړی په دې لحاظ د خپل کلتور تاریخ او ټولنیز شرایطو محصول ګڼل کېږي چې درېغه ونه کړي او خپل مسولیت په ښه بڼه تر سره کړي، تر څو وکولای شي چې خپل تاریخ، افسانوي حتا لباسي او خپله جغرافیه د تل لپاره ژوندۍ وساتي، ځکه چې د هر قوم تاریخ او د هغه قوم لرغنتوب او هویت تابتوي او ډېر د ویاړ ځای دی چې موږ لرغونۍ تاریخ لرو.
دوست شینواری د وښتیا پړاو هغه نومیالی لیکوال، څېړونکی او شاعر دی چې پښتو ادب، فرهنګ، تاریخ او څېړنو کې د ده ارزښتمن اثار په بېلا بېلو برخو کې د پاملرنې وړ دي.
دلته د دوست شینواري (افغانستان په اوستا کې) کتاب په اړه بحث شوی چې په دې کتاب کې د اوستا یې ژبې او زردشتي دین په اړه معلومات راغلي دي.
(افغانستان په اوېستا کې) کتاب په شپږو برخو وېشل شوی دی او دا کتاب یوه سریزه لري. د استاد اجمل ښکلي څخه زیاته مننه چې زما لپاره دغه کتاب د سیمنار لپاره غوره کړی او یو څه لیکل به مې پرې وکړل.
(افغانستان په اوستا کې) په افغانستان کې د اوېستا او زردشت په اړه ښه کتاب دی، له خپل کلتور، فرهنګ، جغرافیه او تاریخ څخه مو خبروي.
افغانستان په اوستا کې
سرمحقیق دوست شینواری د ویښتیا پړاو هغه نومیالی لیکوال، څېړونکی او شاعر دی چې په پښتو ادب کې د ده ارزښتمن اثار په بېلا بېلو برخو کې د پاملرنې وړ دي.
افغانستان په اوستا کې کتاب لیکوال دوست شینواری دی، چې لومړی ځل چاپ یې په ۱۳۶۹ ل. کال کې او دوهم چاپ یې په ۱۳۹۴ ل. کال کې شوی دی، چې دوهم چاپ ته بیا کتنه او تصحیح فدا محمد لیوال ورته کړې او کمپوزر یې صدیق سانتي متره قطع او صحافت یې په پښتو ژبه لیکل شوی دی، د کتاب ټول ۱۵۴ مخونه دي، د کتاب چاپ شمېر یې ۱۰۰۰ زر ټوکه دی او خپرونکی یې ادبي چینه کوټه ده.
افغانستان په اوستا کې کتاب له لړلیک څخه مخکې د ادبي چینې مشر تابه پرې یوه سریزه پرې لیکلې ده، په دې سریزه کې لومړی د کلتور د ارزښت په اړه څو کرښې باسلې دي بیا یې پسې د اوېستا کتاب پینځو برخو ته لنډه اشاره کړې ده، یسنا، اوشتود، ویسپرد، خورده اوستا، وندیداد. همدا رنګه د ادبي چینې مشر تابه په سریزه کې لیکي، ( زردښت په بلخ کې پیدا او د هلمند په غاړو کې یې خپل دین خپور کړی و نوم یې زردشت ځانګړتوب یې رسالت، ارمان یې واحد خدای ته د خلکو رابلل و، راځو دې ته چې افغانستان په اوستا کې لوی مفهوم دا دی چې موږ د خپل تاریخ د یوه داسې څېره سره اشنا کوي چې هغه زموږ د تاریخ یوه لویه برخه تشکلوي او موږ ته هغه څلور نیم زره کلن تاریخ ثبوت ته رسوي).
همدا رنګه افغانستان په اوستا کې کتاب په شپږو برخو باندې وېشل شوی دی، ټول ۳۰ عنوانه درس لري، دلته شپږ برخې او هر برخه ځان ځان ته بحوثونه لري او په بحث کې بې شمېره فلسفې پرتې دي.
دوست شینواری مخکې له دې چې لومړی برخه موضوع باندې بحث وکړي د کتاب نهمه څخه تر اوولسم مخ پورې ځینې مهمې خبرې لیکلې دي.
دی وایي، لکه څنګه چې د زردشت زموږ د ګران هیواد په لرغونې تاریخ کې ویاړلی او ستر مقام لري، لکه څنګه چې د زردشت په اړه باید څېړنې شوې وای هغه شان څېړنې نه دې شوې، دا چې ګاونډیان زموږ فرهنګ ته غله دي د زردشت دوی د خپل هېواد ګڼې همداسې نه ده، زردشت زموږ د ګران هېواد بلخ څخه پورته شوی دی. حقیقت دا دی، چې زردشت زموږ د لرغوني هېواد ویاړلی زوی او د اوېستا د همدغه لور ده.
سرمحقیق شینواری وایي( ما دلته ټوله اوېستا د زردشتیزم ټول مذهبي اصول او د زردشت ټول تاریخ نه دی څېړلی او که نه نو په دې هر موضوع باندې پریړپریړ کتابونه لیکل کېږي او لا پرې لیکل کېدای شي، له دغې لنډې څېړنې څخه زما هدف دا دی چې وښیم د زردشت او اوېستا لومړی ټاوټوبی زموږ ګران لرغونی هېواد په تېره بیا د بلخ تاریخي سیمه ده، له همدې ځایه بیا د بلې هرې جهانې عقیدې په څېر د زردشتیزم وړانګې لیرو لیرو سیمو ته په پېره بیا د معاصر ایران خاورې ته خپرې شوي بیا وروسته ډېر کار ورته وشو خو د دې معنا دا نه ده، چې لومړی ټاټوبی لکه ځینې چې دعوه کوي د معاصر ایران خاوره ده).
دی زیاتوي وایي، زه فکر کوم زما دا لنډه څېړنه به په دې باب د راتلونکو مهمو څېړنو بنسټ وي.
ما دلته هر برخې ته عنوان ورکړی دی چې د هغې برخې لنډیز او مهم څه به راخیستل کېږي.
د زردشت لومړی ټاټوبی او د زرشتي مذهب لومړۍ ځانګو
افغانستان په اوستا کې لومړی برخه د کتاب تر ټولو اوږده برخه ده چې ۱۳ څخه تر۷۵ صفحه پورې د کتاب مخونه یې نیولي دي، چې ټول پنځلس عنوانه پکې راغلي دي.
د لومړی عنوان دی د زردشت لومړی ټاټوبی او د زردشتي مذهب لومړۍ ځانګو د دغه عنوان لاندې دوست شینواري اوږده تشریح رواړي ده او او دا ثابته کړې چې د زردشت لومړی ټاټوبی او د زردشت مذهب لومړۍ ځانګو زموږ د هیواد د لرغوني خاورې (بلخ) یو تاریخي شخصیت او اوېستا ده. دا چې د زردشت او اوېستا تاریخي موجودیت په باب د لرغوني یونان، اوسوري، ارمني او عربي تاریخي منابعو زیات روایتونه لري خو په دې باب د معلوماتو لمن هغه وخت پراخه شوه، چې لویدیځو ټولنو د اوېستا متنونه ولوستلای شول. د متنونو، کیندنو او تاریخي روایتو په رڼا کې یې په دغه موضوع سیستماتیک کار پیل کړ او نوي بریالیتوبونه یې په برخه شول او په دې باب هاند او زیار دوام لري. مګر ځینې منابع اوېستا او زردشت ایران ته منسوبوي.
مخکې د اوېستا متنونو په اړه ګډ وډ نظرونه موجود و مګر اوس پوهان په دې نظر دي چې اوېستا په ختیځه آریاني سیمه کې منځ ته راغلې ده. د دغې تیورۍ د اثبات لپاره لاندې شواهد دوست شینواري راوړي:
۱: په اوېستا کې راغلي جغرافیوي نومونه د دغې سیمي پورې اړه لري.
۲: د اوېستا حماسي او افسانې د ختیځو آریایي (ساکو او باختریانو) د لرغونو فولکوریکو حماسو سره یووالی لري.
۳: د زردشتانو داسې روایتونه، چې وایي زردشت په باختریا کې پیدا شوی او دغې خاورې د زردشتي مذهب زیات معابد درلود.
۴: همدارنګه د هخامنشیانو په کتیوبو کې چې اهورا نمانځنه یې کوله هېڅ ځای د زردشت نوم نه دی یاد شوی، هم دغه شان لرغونۍ مورخین لکه ګزنقو، هیرودوت او سترابو، چې د ایران د مذهبي ژوند سره له نژدې نه ښه اشنا و هېڅ ځای د زردشت نوم نه یادوي.
زردشت او ساک: د زردشت او ساک عنوان لاندې یې لیکلي دي، د دې موضوع د ثبوت لپاره چې د د زردشت د زېږېدنې او د اوېستا د پیدایښت لومړی ټاټوبی باختریا (بلخ) دی تر ټولو خورا مهم دلیل دا دی چې د اوېستا د لومړۍ برخې مولف یا (مولفانو) په اوېستا کې هغه نومونه ځای کړي، چې ورسره بلد و او هغه یوازې د ختیځو آریانیانو د سیمې با قبایلو نومونه دي، دلته دوست شنیواري په دوو کټګوریو نومونه ویشلي دي. اول یې هغه سیمې یا قبایل چې زردشتي مذهب ورکې منل شوی او اوسېدونکي او افراد یې ددغه مذهب پیروان دي. دغسې ځایونه ډېر ښه او د (اهورا مزدا) په لاس خلق شوي بلل شوي دي ( لکه بلخ، آریا…) دوهم هغه ځایونه او قبايل چې زردشتي مذهب یې نه ومني، همېشه یې ورسره دوښمنۍ کړې، دغسې ناوړه بلل شوي او د انګرمن (اتهریمن) په لاس خلق شوي ګڼل شوي دي. وروسته بیا د اهورا مزدا په خپل خپل لاس د ودانې شوې نړۍ افسانه درج شوې ده، لکه : آمورا مزدا آریانا ویجه جوړه کړ، مقابل کې انګرمن( اهریمن) سور ښامار پيدا کړ….
له میلاد نه تقربیاً درې زره کاله پخوا ایندو آرپایي توکمونو نیکونه وکوچېدل، همدارنګه دوست شینواری وایي، آریایي توکمونه په درې مهمو سیمو کې میشته وو:
۱: مرکزي آریان چې د آمو او هندوکش د دواړو په شمول په منځنۍ آسیا کې پاتې شول.
۲: د هند په لور کوچېدلي آریانان چې د ختیځو یا هندي آریایانو په نوم یاد شي.
۳: هغه آریایان چې معاصر د ایران په خوا کوچېدلي.
د زردشت د ظهور سره په ورو ورو مرکزي آریایان په دوو برخو وویشل شول، اول چې زردشت مذهب یې ومانه او بل هغه چې زردشت مذهب یې ونه مانه او د زردشت خلاف شول. هغه چې د زردشت مذهب یې ونه مانه ساک یاد شوي چې له تمدون څخه لرې او جنګي هم ګڼل شوي. هغه چې زردشت مذهب یې ومانه په کرونده او ابادو ځمکو کې واړول او پر مختګ یې وکړ.
همدارنګه په دغه کتاب کې توران یې ساک بللي دي او تریتون افسانه ته هم اشاره کړې ده.
د ساکو د لرغوني تاریخ په باب متاسفانه معلومات ډېر کم دي، د دې موضوع لپاره څو دلیلونه په نظر کې لرلای شو:
۱: ساکو پونده وو او کوچیانو په حیث ژوند درلود په کلتور او ثقافت کې دومره پراختیا نه لرله چې له دوی څخه د تاریخي آثارو په حیث په مستقیم ډول پاتې شي.
۲: زردشت د دوی ستر دوښمن و، څومره چې د هغه لمن او نفوذ ساحه پراخه شوی هماغومره یې د دوی ژوند په تیارو کې اچولی دی.
۳: زموږ په هیواد کې یوازې د زردشت نفوذ او اثار له منځ وړي نه دي بلکې د رقیبو ساکو نښې نښانې هم خاورو سره برابرې کړې دي.
د قبل المیلاد شپږمې پیړۍ نه د میلادي اوومې پیړۍ پورې د منځنۍ آسیا توکمونو په باب ډېر کم مواد شته.
دوست شینواری افغانستان په اوېستا کې د پوهانو هغه نظرونه چې سیتیانو او سکیتیانو د افغانستان ساک بللي راخیستي دي.
ساک د مرکزي آریایانو (خیتځو آریانیانو) له جملې څخه یو لوی توکم دی، چې د آریایي قومونو او قبایلو د خپرېدلو په وختو کې یوه مهمه برخه په خپل لرغوني ټاټوبي کې پاتې او څه یې د (ق.م) زرو کلونو په لومړۍ برخه کې د منځنۍ آسیا له سرحدونو څخه لري سیمو ته خپاره شوي. ساک په مختلیفو سیمو کې اوسېږي او په بېلا بېلو نومونو یاد شوي دي، لکه: ساک، سک، سکیت، سګیف او نور…. د ساکو په اړه یوناني مورخینو سترابون او هیکاتي روایتونه دي. د دوی یوه برخه غرونو، بله دښتو کې، بله په دروکې او څلورمه د سیندونو ټاپوګانو کې اوسېدل. د ساکو هره قبیله یې د پردیو سره دوه مخې، وحشي او جګړه ماره خو په خپلو کې سره سپین زړي او رښتوني دي.
په قبل المیلاد (۶-۷) پېړیو کې ساکو د پامیر په سیمو کې لېږد او کوچ ژوند درلود له دغه ځایه څخه هند ته قبل المیلاد زرو کلونو په نیمایي کې کوچېدلي دي. په ختیځ پامیر کې د ساکو هدیرو کې داسې مواد موندل شول چې د قبل المیلاد (۵،۴) پېړیو پورې اړه لري.
د افغانستان تاریخ لیکي : پښتانه (پکتیایان) غالباً د هغې سیمې اوسېدونکي وو چې د ګندهارا په نامه یادیده دا ډېره مهمه ده چې پښتانه د ساکو یعنې د منځنۍ آسیا د کوچي قبایلو سره هم سرحد کې وو، د دوی د سرحدي پولو ګډون له بل هر ځای څخه زیات د پامیر ساکو سره و.
همدارنګه دوست شنیواری د ساکو مهاجرت چې بین النهرین کلده، اسور او لوېدېځ خواته (دونای) سیند خواته وکوچېدل. د ساکو سیاسي اتحادیه چې د ملکه زرینه په مشري ساک له میدیا سره جګړه وکړه او پارتیانا له ساکو سره یوځای شول، بل په ساکو کې ښځو مقام ته هم خپل کتاب کې اشاره کړې ده او کوچنی عنوان یې ورکړی دی.
ساک دوه نور مشهور اتلان چې یو هم ماویس دی، ( …چې د ق.م د لومړۍ پېړۍ په نیمايي کې ساکو پاچا و، دا هغه وخت و چې ساکو دوه حکومتي مرکزونه لرل، یو یې ګندهارا او بل یې په ټیکسلا کې و، د ګندهارا مرکز یې ارغنداو برېښي او ټیکسلا په خپله د علم او ادارې مرکز و چې له دغه په پنچاب او نورو ښکته پورته سیمو واک چلول کېدو.(قیام الدین خادم، رڼه چینه:۵۲۱ــ۵۲۲)
بل رستم دي، (د ساکي اتلانو په ډله کې رستم یو بل نامتو سړی دی، دی په ټوله منځنۍ اسیا کې شهرت لري، په اوستا کې رستم نوم نه دی راغلی، مستشرقین عقیده لري چې د زردشتي دین روحانیونو ته د رستم نوم او د هغه په باب قصې څرګندې وې خو له دې کبله چې رستم زردشتي دین نه ومنلی او د محلې معبودانو عبادت یې کاوه زردشتي زرشتي روحانیونو دده نوم نه دی اخیستی او په ساکي حماسي متنونو کې څو ځایه نوم راغلی دی….(خادم، رڼه چینه: ۵۲۳)
دا چې کوم کوم د پښتو قومونه په ساکو ورګډېږي پوره دقیق معلومات نشته مګر دغه ځینې نومونه مرحوم قیام الدین خادم د پښتو ځینې سترې قبیلې: غوریان، سوریان، لودیان، دلازاک ( دلاساک) اندړ اصلاً په ساکو ورګډېږي او ځینې وړې وړې قبيلې هم لکه د کوسین توتاخیل، موسی خېل، کوندرخېل، د وزبین میر علی خېل، د پغمان او میدان اوریا خېل، ابرهیم خېل، ګدای خېل، د کامې ابراهیم خېل، د سره رود خدرخېل کوچیان، د مکور کلګر او په یوه روایت د کابل تره خېل په ساکو ګډېږي، هم دارنګه د زابل او کندهار توخي او هوتګ هم په ځینو روایتونو ساک دي، په افغانستان کې ځینې قومونو (ساکزي، اسحاقزی، سګزی) او ځینې سیمو اوس هم مستقیماً (ساک، سهاک) نوم ساتلی دی.
دوست شینواري د اوېستا د عصر نومونو راخیستي دي: دیربیکان، دانو، هینو، داهه دایي، ادهیو، دادهیو، وردک، هیونه.
د زردشت، د هغه ظهور شرایط او عقیده یې
افغانستان په اوېستا کې د کتاب دوهمه برخه کې د زردشت، د هغه ظهور شرایط او عقیده یې تر بحث لاندې نیولې ده. زردشت د لرغونې باختر یو تاریخي شخصیت و، چې دده مذهبي عقایدو په ټوله منځنۍ آسیا کې ستر مذهب او کلتوري انقلاب راوست.
د زردشت د شخصیت په اړه بېلا بېل نظرونه دي، د افسانوي بایوګرافي له مخې زردشت یو داسې هیرو دی، چې د هغه ښامار (اژي دهاک) سره مبارزه کوي چې د تورنیانو په تصویر او تمثیل کې د بدی سبمول دی، زردشت په دغه مبارزه کې وژل کېږي او درې زامن یې پاتې کېږي یو یې دکاهنانو، بل یې جګړه مارو او دریم یې د بزګرو د پرګنو د طبقاتو نیکونه دي.
دارمسټټر چې د اوېستا ترجمه کوونکی دی وایي چې: د زردشت کرونولوژۍ د تثبت لپاره هر ډول کوښښ داسې بې ځایه او داسې بې ګټې دی، لکه د بل هر افسانوي هیرو زېږېدنې او مړینې د وخت ټاکلو لپاره.
د دې تر څنګ اکثره محققین عقیده لري چې زردشت یو تاریخي واقعي شخصیت دی. دوست شینواری وایي: هغه اسناد زښت ډېر دي چې زردشت یو واقعي شخصیت او ټاټوبي کې د لرغونې باختر پایتخت بلخ بولي.
د زردشت د پیدایښت نیټه دقیق څرګنده نه ده، په دې باب ډېر محققینو بېل بیل نظرونه ورکړي، مثلاً ځینې قبل المیلاد دوه زرم کال، ځینې زر قبل میلاد، بیا ځینې اووم او شپږمې پېړۍ حدود ښیي.
اکثریت محققین په دې نظر دي چې قبل المیلاد اوومې پېړۍ پای او د شپږمې پیل ښوول دی، چې دغه نظر دوست شینواري هم منلی دی.
په قبل المیلاد د اوومې پېړۍ پای او د شپږمې په پیل کې کله چې د ساکو او میدي دولت تر منځ جګړې وشوې، د کوچیو ساکو د دغې سترې اتحادیه یوازې د میدي دولت په خلاف یوه ستره جګړه روانه کړې وه، بلکې د سیمې ښارونه او استوګنځي حوزې هم د دوی د خطر په آرام نه وي. دغو پېښو په زردشت سیاسي اغېزه درلوده همدارنګه بله اغېزه چې په دغه وخت کې په زردشت درلوده د زردشتي مذهب د منځ ته راتلو په وخت کې ختیځو آریانې قبایلو د زښتو ډېرو ارباب الانواعو نمانځنه کوله. زردشت له دوی سره مبارزه پیل کړه.
د زردشت مذهب د اوسېدونکو ځایونه د اهورامزدا پیدایښت بلل شوي او د هغو مخالفین انګرمن(اهریمن).
دوست شینواری وایي، زما په عقیده د زردشت د ظهور او د زردشتي مذهب د منځ ته راتللو یو ستر علت هم دغه د باختري(ختیځي) ټولنې قبایلو تضاد و، زردشت د دې د پاره چې د کوچیو ساکو له تهدیدونو او خطرونو څخه کلیوال او ښاري خلک وژغوري هغه ټول یې پر یوه عقیده راغونډ کړل او لوی قوت یې ورنه جوړ کړ، هم دغه زردشتي مفکوره په هم دغه ملحوظ د بلخ د واکمن ویشتاسپ په ګټه وه، نو په خپله خوښه او رضا یې هغه ومنله او هغې ته یې انکشاف ورکړ.
اهورامزدا وروسته بیا شپږ مرستیالان درلوده: وهومنا(د ښه فکر خاوند)، اشه وهیشته، خشاتره وریه، سپیښته ارماتي، هورواتات(روغتیا)، امرتات(بې مرګي).
د ژویو سره د زردشتزم رابطه د (البرز) او (و اوروکش) په باب نظر
د کتاب په دریمه برخه کې اوږده عنوان باندې شروع کړې چې (د ژویو سره د زردشتزم رابطه د (البرز) او (و اوروکش) په باب نظر) په اړه عنوان دی، د دې عنوان لاندې دوست شینواري په خپل کتاب کې دا بحث راخیستی دی، چې زردشت په وخت کې د ذردشتي مذهب کې ګټور ژوي اهورا مزدا پیدایښت بولي او ضرر رسوونکي لکه لېوه، مار، لړم، مچ او نور یې د انګرمن(اهریمن) پیدایښت بللي دي او د دې تر څنګ یې ځینې افسانې راخیستې دي، همدارنګه واوروکش ډنډ او البرز غر په اړه ځینې معلومات راوړي دي او ویلي دي دغه دواړه د افغانستان په سیمه کې موقیعت لري، که څه هم ایرانان وایي، چې په ایران کې دغه سیمې دي.
( دافغانستان البرز په نامه د غره لړۍ د بلخ د زاړه حصار د جنوب په (۵،۶) کیلو متري کې شرقاً او غرباً غزېدلي دي، او د بلخ سیند چې له بند امیر څخه سرچینه اخلي د دغه غره په ختیځ کې تېرېږي او د البرز غر د شادیانو له غره څخه جلا کوي دغه غره لوړوالی چې د بلخ له اوارو ځمکو څخه پیل شو دی اعظمي ارتفاع یې ۱۴۱۹ متره ده. د البرز غر د لوېدیځ هندوکش یو ښاخ دی، چې د هغه په شمالي بېخي وروستي برخه کې واقع ده). (۱: ۱۰۵)
( الته زما عقیده دا ده، چې هېڅ امکان نه لري له (واوروکش) څخه دې کوم سمندر مراد شي بلکې له (واوروکش) یا (ووروکش) څخه مطلب یوازې د (هندوکش) غر دی، چې د البرز په جنوب کې پروت او (زر رودونه ونه بهېږي) په صفت یادشوي دی، د (هندوکش) کلمې اوس هم د لرغونې (واوروکش) په نوم کې (کش) برخه (دغره په معنا) په ځان کې ساتلې ده.) (۱: ۱۰۸) دلته واوروکش څخه مطلب وایي بند امیر دی.
اوېستا څه شی دئ، کله ولیکل شوه؟ او ټاټوبی یې کوم دئ؟
د څلورمې برخې له عنوان څخه معلومېږي، چې عنوان په دریو پوښتنو شروع کېږي، (اوېستا څه شی دئ، کله ولیکل شوه؟ او ټاټوبی یې کوم دئ؟) او دغو پوښتنو ته ځوابونه ویل شوي دي، په دې کتاب کې دغو پوښتنو ته په لومړۍ برخه د کتاب کې هم ځوابونه ویل شوي دي تر ډېره دغه برخه تکراري راغلې ده.
اوېستا د زرشتي مذهب د متنونو مجموعه ده، چې د لرغونو ختیځو آریاني ژبو یو معتبر پاتې شوني ګڼل کېږي، دغه مذهب چې (په قبل المیلاد شپږمه پېړۍ کې) د خپل اصلي ټاټوبي بلخ نه د منځنۍ آسیا هري برخې ته خپور شوی و، په میلادي اوومه پېړۍ کې عربو فاتحینو د هغه لمن ورټوله کړه او ځای یې اسلام ونیوه، د عربو د فتوحاتو او د اسلام د خپرېدو له امله د زردشتي عقیدې زیات پیروان له خپلې خاورې وتښتېدل او د هند نیمي وچې ته یې پنا یو وړه او هلته تر اوسه د هغوی پاتې شونې ژوند کوي.
اوېستا د کومې ژبې نوم نه دی … په دې باب ډېر مشکل پرابلم دا دی، چې د اوېستا له مذهبي متنونو څخه پرته په دغه ژبه کومه متن یا سند نه دی موندل شوی، بلکې په دې باب هېڅ داسې سند نه دی موندل شوی، چې د کوم خاص توکم یا خاصې سیمې سره د هغه ارتیاط وښیي. له دغه مجبوریته د دغې ژبې له پاره څه موده پخوا د “ اوېستا ژبه” یا “اوېستایي ژبه” اصطلاح ونه منل شوه(۱: ۱۲۴، ۱۲۵).
د اوېستا ویي خپله د اوستا په کتاب کې ندې راغلې. دا ویي د پوهې او پېژندنې په مانا دی، چې د وېدا (هندي مذهب کتاب) له ویي سره په رېښه کې ګډ ښکاري. ( ۶ :ویکپېډیا)
اوېستا خو د زردشتي دین کتاب دی، چې لرغونې ریښه یې (upasta) یوازې د “اساسي متن” مانا لري. د دې کتاب وروستۍ برخې چې د ساسانیانو پر مهال ولیکل شوې، “زند” ورته ویل شوي، چې د استاد حبیبي او مرحوم دوست شینواري په وینا د (ارزنتیش) له کلمې اخیستل شوې، چې د پلټونکو په عقیده یې معنا د هغې تفسیر، ترجمه یا زیات دی.
د اوېستا لومړۍ او لرغونې برخه همغلته تالیف شوې، چېرته چې زردشت پیدا شوی او له کومه ځایه چې زردشتي عقیده خپره شوې، یعنې د لرغونې باختر مرکز بلخ.
اوېستا په بېلا بېلو مرحلو کې لیکل شوې او آن ځینې برخې یې تر زرتشت مخکې چې لا آریاني قبایل پوونده وو، هم لیکل شوې، چې وروسته بیا هغه برخې جوړې شوې دي چې د زرتشت له نامه سره تړاو لري.
د ځینو ایراني پوهانو په باور، اوېستا په اوسني ایران کې لیکل شوې، چې هخامنشیانو او ورپسې ساسانیانو منلې ده، خو د ګایګر، مارګنسترین او استاد حبیبي، مرحوم دوست شینواري، استاد زیار او نور په اند، اوېستا د اوسني افغانستان په حدودو کې په بلخ کې رامنځته شوې، چې وروسته فارس ته رسېدلې د. په اوېستا کې د اوسني افغانستان د ډېرو سیمو مونونه راغلي (استاد ښکلی: ۴).
اوېستا څرنګه چې اوس ژوندۍ ژبه نه ده، د هغې د واقعي فونیتیکي او غږونه پېژندل البته اسان نه دي، بلکې د هغوی مبداء یوازې الفباء او کتیبو د ژبو سره مقایسه ده.
منځنۍ فارسیک الفباء چې د (آرامي) الفباء په اساس بناء وه خاصیت یې دا و، چې ډېر لږ غږونه یې لرل:که له هغو معجمو (ټکي لرونکو) تورو تېر شو، چې په اختیاري ډول استعمالېدل، کتابي پهلوی الفباء چې تر مونږ رارسېدلې ده، یوازې (۱۶) توري لرل. د اوستا لیک چې د پهلوی په اساس جوړ شوی د غږیزو د پاره یې (۱۴) او د بې غږو او نیم غږو د پاره یې (۳۵) توري لرل (۵ : ۱۴۲ ـ ۱۴۳).
د اوېستا بېلې بېلې برخې
په پنځمه برخه کې دوست شینواري د اوېستا بېلو بېلو برخو څخه یادونه کړې ده، چې دلته ځینو برخو ځینې مفهومونه راخلو.
په تېرو برخو کې وښودل شوه، چې د اوېستا د لرغونو متنو د جوړولو سیمه د باختر چاپیریال و، خو د پېړیو په تېرېدو د هغې بېلې بېلې برخې بیا په بېلو بېلو سیمو او وختو کې جوړي شوي او دغه ځایه ده د زمان او مکان د شرائطو په لحاظ اوېستا د مضمون او محتوا له مخې په څو برخو وېشل کېږي، د عربو د فتوحاتو تر وخته اوېستا له (۲۱) برخو (نسکونو) څخه جوړه وه، له دغو ټولو څخه یوازې هغه برخې اوس پاتې دي، چې د زرذشتي مذهب د ورځینو عباداتو له پاره ضروري وي نورې برخې مقدونې سکندر او عربو فاتحینو له منځه وېوړې.
دوست شینواری زیاتوي، زموږ تر وخته یوازې وروستۍ نسخې پاتې شوې دي. د دغو نسخو د لیکلو نېټه د میلادي دیارلسمي، څوارلسمې پېړۍ څخه تر مخه نه ده. زموږ تر وخته اوېستا په دوه ډوله ده. یو ډول یې په خاصه اوېستایي ژبه او الفباوو لیکل شوې، چې یوه مهمه مجموعه یې (ساده ویندیداد) یا (ویدیودات) په نوم یادېږي، په ویندیودات کې دوه نورې مهمې برخې (ویسپیرید) او یسنا هم شاملي دي.
ویندیداد د لرغونې اوېستا یوازینۍ برخه ده، چې بشپړه ساتل شوې ده او له ۱۹ نسکونو څخه عبارت ده او نورې ټولې برخې بېلو بېلو کتابونو څخه اخیستل شوې دي. وایي، تصویر کېږي چې دغه پارتني واکمنۍ په وخت کې تالیف شوې وي، ټول ۲۲ (فرګرد،ټوټې) لري چې افسانوي عناصر ورکې ځای شوي دي. دوست شینواري په خپل کتاب کې دغو هر ټوټې ته اشاره کړې ده، لکه وایي، په لومړي فرګرد کې د ښو او بدو هېوادو سیمو نومونه او جغرافیه تشریح شوي دي، په دغه سیمو کې خصوصاً د افغانستان او عموماً د منځنۍ آسیا د سیمو نومونو ښوول شوي دي چې ښه هېوادونه یې د هورامزد پیدایښت او ناوړه یې د اهریمن پیداښت بلل شوي دي.
یسنا د اوېستا یوه مهم او خورا لویه او لرغونې برخه ده، ریښه یې په اوېستا کې (یز ـ yez) ده، چې د ځینو پوهانو په عقیده د (جشن) له کلمې سره یې ریښه یوه ده او معنا یې ( نمانځل، پالل، سر ورته ټیټول) ده او د اوېستا یو د عباداتو او مذهبي ادابو اساسي برخه ده، یسناوي له ۷۲ عنوانونو جوړ دي.
وسپرید، د اوېستا دغه برخه د زردشتي کاهنانو له خوا په یسنا ور زیاته شوې ده او په دریو برخو ویشل شوې ده، دغه برخه د فورم او مضمون له مخې د یسنا سره دومره توپیر نه لري خو د یسنا او ویدیودات په خلاف د زردشت نوم ورکې لږ ذکر شوی دی.
یشتونه د اوېستا د بېلو بېلو برخو مجموعه یشتونه نومېږي، چې تحت اللفظي معنا یې احترام، نمانځنه، سندرې، د سندرو ویل او ستاینه ده، دا هغه سندرې دي چې د بېلو بېلو قواوو په نامه د ارباب الانوعو په ستاینه کې ویل شوي دي او شمېر یې ۲۲ ته رسېږي او زیات افسانوي عناصر لري.
دوهم ډول یې (وریانت) له برخو څخه عبارت دي چې، اوېستا نه، بلکې په پهلوي الفبا لیکل شوي دي.
اوېستا چې د زرتشتیانو د سپېڅلو کتابونو ژبه وه، په دوو پرمختیایې بڼو کې راڅرګندېږي. خورا لرغونې بڼه یې ګاثا-اوېستا ده چې د زرتشت Zarathustra له خوا ویل شوي او ولس سرودونه راخلي او یوه څه ناڅه تازه برخه یسنا هپستن هایتي yasna haptany Haiti او یو څو سپېڅلې وراشې(دوعاوې). بله یې ځوانه اوېستا (young avestan) ده چې په هغه کې د بېلا بېلو وختونو اړوندې برهې راغلې او څه نا څه په داسې ناورته بڼو چې ته به وایي، هسې یې سره بابز راکوټه کړې دي. (۲: ۱۰)
د اوېستا د څېړلو تاریخچه
په شپږمه برخه کې د اوېستا د څېړلو تاریخچه په اړه معلومات دوست شینواري په خپل کتاب کې راوړي دي.
د زردشتي مذهب د متنونو د مجموعې اوېستا کتاب په اړه لرغونې یونان هم اوسري، ارمیاني او هم عربي مورخینو او لرغونو روایاتو په آثارو کې درج وو.
د اوېستا موجودیت روایتونه د ارمیاني مولیفینو، مورخینو او پوهانو په هغو حماسو او تاریخي آثارو کې هم ثبت وو، چې په میلادي لسمې، یوولسمې پېړیو کې لیکلي وو، چې له دغسې مولفینو څخه یو هم نامتو حماسه ویونکی فردوسي دی.
تر اوولسمې پېړۍ پورې د اوېستا له متونو او مضمون څخه محققین او څېړونکي بېخي ناخبره او ناشنا وو. د اوېستا د مودیت په باب روایتونو په تېره بیا له اروپایي څېړونو سره ډېره تلوسه او مینه پیدا کړې وه چې له دغه اسرار آمېزه کتاب څخه خبر شي او د هغه په مضمون او روح پوه شي، خو ډېر وخت د دوی په لاس کې هېڅ معلومات په دې باب نه وو. پوهانو د اوستا د لومړیو خطي نسخو په اړه یواځې په اوولسمې او اتلسمې میلادي پېړیو کې معلومات ترلاسه کړل. (۳ : ۳۲).
د زردشتیزم په اړه معلومات خپریدل یوازې په ۱۷ میلادي پېړۍ کې پیل شول، په (۱۶۳۰ ـ م) کال کې ( دپارسيانو مذهب) په نامه د هنري لارډ کتاب خپور شو، له دې وروسته بیا دت،هېډ اثر چې (د لرغونو پارسیانو او میدیانو مذهب) نومیده خپور شو، دغه دواړه کتابونه د اوېستا او زردشتیزم په باب با ارزښته معلومات نه لرل. دوست شنیواری لیکي، د اوېستا د څېړنې تاریخ په حقیقت کې د یوه فرانسوي زلمي محقق ډوپرون(۱۸۰۵ ـ ۱۷۳۱ ـ م) به نامه سره ربط لري.
انکیتل چې کله له فرانسې څخه هند ته عسکر په توکه راغی او هند کې څېړنې پیل کړې او مقالي وژباړلې، د زند اوېستا په نوم کتاب ولیکه، چې دغه وخت غربي پوهانو په انکیتل ډېرې نیوکې هم وکړې، مګر وروسته ورته ثابته شوه چې انکیتل مهمه څېړنه کړې ده. د انکیتل د نظر په ګټه لومړی اثر ډنمارکي ژبپوه راسموس کریستیان رسک خپور کړ او د ( زند ژبې اوېستا د لرغونتوب او اصالت په باب) نوميده. بورنوف (یسنا تفسر) ولیکه، همداشان یو شمېر نور اثار ولیکل شول.
په نولسمه پېړۍ کې د اوېستا د څېړنو په باب دوه اساسي مکتبونه جوړ شول، یوه ښوونځي په دې اتکا لرله چې د اوېستا د متنونو په تفسیر او تحلیل کې تر هر څه زیات په عنعنو او زاړه دود باید تکیه وي او بل مکتب د ژبپوهنې په اصولو ولاړ و.
افغانستان په اوستا کې کتاب ځانګړنې
۱ : افغانستان په اوستا کې کتاب مو له دې خبروي چې په افغانستان مې اوېستا پیدا شوې او افغانستان د زردشت ټاټوبی دی.
۲ : زردشت او زردشت دین راپېژني.
۳ : له خپل کلتور، فرهنګ، تاریخ او ټولنیز ژوند څخه مو خبروي.
۴ : د خپل هیواد افسانو څخه مو خبروي.
۵ : د افغانستان جغرافیه یو اندازه راپېژني.
۶ : د کتاب نثر ډېر ساده او روان دی، پېچلي او سخت لغات پکې نشته او موضوعات ښه واضح کړي دي.
افغانستان په اوېستا کې کتاب په فصلونو باندې نه، بلکې په برخو وېشل شوی دی، په داسې حال کې چې دغه ډول څېړنېز کتابونه په فصلونو وېشل کېږي.
همدارنګه په لومړی برخه د کتاب کې چې کوم معلومات راوړل شوي دي، اکثره هغه خبرې بیا په څلورمه برخه د کتاب کې بیا راوړل شوي دي. کنه کتاب په ټوله کې ښه کتاب دی، منطق او دلیل سره موضوع بیانوي.
په دې کتاب کې د اوېستا د متن کومې بلکې نه دې راوړل شوې، مګر نومونه پکې راوړل شوي دي.
ماخذونه
۱ : شینواری، دوست محمد، افغانستان په اوېستا کې، ادبي چینه کوټه، دوهم چاپ، ۱۳۹۴.ل.
۲ : زیار، مجاوراحمد. پښتو اوپښتانه د ژبپوهنې په رڼا کې، د ساپي پښتو څېړنو او پراختیا مرکز، پېښور، ۱۳۷۹ ل.
۳ : شپون، وجیه الله. له اوستا سره د پښتو فعل د مقولو پرتلنه، د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست، ۱۳۹۷ ل.
۴ : ښکلی، استاد اجمل، لیکچر.
۵ : شینواری، دوست محمد. (۱۳۹۳) . د افغانستان ژبې او توکمونه، ننګرهار:دوهم چاپ، ګودر کتاب خپرندوی.
۶ :پښتو، وکپېډیا