یکشنبه, مې 19, 2024
Homeسپورتننګرهار کې د پهلوانۍ سيالۍ پيل شوې

ننګرهار کې د پهلوانۍ سيالۍ پيل شوې

تاند:(چار شنبه، د قوس دويمه) ‏‏‏په ننګرهار کې د طالبانو چارواکو د خپلې بیا واکمنۍ د کليزې په مناسبت د پهلوانۍ سیالۍ پیل  کړي.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر ويلي،چې دغه سيالۍ یې بدني روزنې د ریاست له لوري د سره رود ولسوالۍ په چهارباغ صفا لیسه کې پيل شوي.

سرچينه زياتوي، چې په دې سياليو کې ۲۳۰ تنو پهلوانانو برخه اخیستې او یادې سیالۍ به درې ورځې دوام وکړي.

د یادونې وړ ده چې راتلوونکې جمعه به د یادو سیالیو وروستۍ ورځ وي او پکې به د درې ورځو سیالیو پایلې اعلان شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب