Homeخبرونهروسيه: تاجيکستان سره د افغانستان په اړه فعاله استخباراتي اړيکه لرو

روسيه: تاجيکستان سره د افغانستان په اړه فعاله استخباراتي اړيکه لرو

تاند:(چار شنبه، د قوس دويمه) ‏‏‏د روسیې یوه استخباراتي مقام «سرگئی ناریشکین» له تاجيکستان سره د افغانستان په اړه د فعالې استخباراتي همکارۍ خبر ورکړی.

نوموړي په یوه تازه مرکه کې تاجيکستان د ترهګرۍ پر وړاندې د خپل هېواد د باور وړ ملګری بللی.

د هغه په وينا، د افغانستان وضعیت دې سره تړاو لري، چې د طالبانو تحریک په څومره چټکۍ د افغانستان مختلف قشرونه سره همغږي کوي او ګډو موخو ته ېې رسوي.

روسي چارواکو دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې تازه د طالبانو پر ضد د يوې جنګيدونکې ډلې مشر احمد مسعود د روسیې په غوښتنه مسکو ته تللی.

ويل کيږي، چې روسیه او د سیمې نور هیوادونه پر طالبانو او احمد مسعود ډلې د پخلاينې لپاره فشارونه کړي.

احمد مسعود، چې روسیې سره ښې اړيکې له پلار احمد شاه مسعود څخه په ميراث ورپاتې دي، د روسیې تر اغېز لاندې هېواد تاجيکستان کې اوسيږي.

راپورونه ښيي، چې د پاکستان استخبارات، قطر او یو شمېر نور هېوادونه هم د پردې تر شا د طالبانو او احمد مسعود ډلې تر منځ د سولې خبرو په هڅو کې ښکېل دي او دوی په دې اړه پر طالبانو ډېر فشارونه اچولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...