جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهد MCC کمپنۍ مشر:د تخنيکي چارو له بشپړیدو سره د مس عينک...

د MCC کمپنۍ مشر:د تخنيکي چارو له بشپړیدو سره د مس عينک پروژې کار پيلوو

تاند:( چار شنبه، د قوس دويمه) ‏‏‏د طالبانو د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن د مس عینک پروژې د قراردادي شرکت MCC له اجرائيوي مرستیال اوو مین سره لیدلي.

د طالبانو په یوه اعلامیه کې راغلي ،چې‌ دواړو لورو د مس عینک پروژې د هوکړه شویو مواردو پر عملي کولو او ددې پروژې د عملي چارو پر پیل هر اړخیزې خبرې وکړې.

د طالبانو د ریاست‌الوزراء مرستیال د افغانستان اوسنی وضعیت یو ښه فرصت وباله او زیاته یې کړه، چې د‌ دوی اداره د مس عینک پروژې د پيل له پاره پوره چمتووالی لري او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

‏د MCC شرکت اجرائیوي مرستیال اوو مين هم د پروژې چارو د پیل په برخه کې د ملا برادر له هلو ځلو مننه وکړه او ویې ویل، چې په دې برخه کې له پاتي تخنیکي مرحلې وروسته به په عملي توګه خپلې چارې پيل کړي.

د مس عينک پروژې تړون د تېر جمهوري نظام پر مهال چین سره شوی و، چې تر اوسه ېې عملي چارې نه دي پيل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب