دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهجرمني افغانستان ته ۹۰ ميليونه يورو نوې بشري مرسته اعلان کړه

جرمني افغانستان ته ۹۰ ميليونه يورو نوې بشري مرسته اعلان کړه

تاند:(چار شنبه، د قوس دويمه) ‏‏‏د افغانستان لپاره د جرمني هېواد سفارت اعلان وکړ ،چې هېواد ېې له افغانستان سره ۹۰ ميليونه يورو نوې بشري مرسته کړې ده.

د ياد شوي سفارت په ټویټر پاڼه کې راغلي، چې ياده مرسته په افغانستان کې خطرناک بشري وضعيت ته په کتو سره شوې.

سرچينه زياتوي، چې دغه مرسته به د خوړو نړیوال سازمان او ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو له لوري ولګول شي.

د جرمني د سفارت په اعلامیه کې راغلي، چې دې مرستې سره ېې سږکال په افغانستان کې د ټولو مرستو سطحه ۳۳۱ میلیونه یورو ته ورسیده.

ويل شوي، چې له بشري مرستو وراخوا جرمني افغانستان سره په ۲۰۲۲ کې ۱۸۷ ميليونه يورو د روغتيايي خدمتونو، زده کړو او غدايي امنيت لپاره مصرف کړي دي.

جرمني په ورته وخت کې ټينګار کړی، چې د افغانستان خلکو سره به ېې ملاتړ دوام وکړي.

دغه هېواد د افغانانو د بشري حقونو او په خاص ډول د ښځو د حقونو د نقض په اړه انديښنه ښودلې او دغه نقض ېې غندلی.

د جرمني سفارت ویلي ، چې ټول افغانان باید له وېرې پرته د مدني حرکتونو، بیان ازادۍ او سوله ییزو ټولیدنو حق ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب