Homeخبرونهبلینکن قطر مېشتو افغان پناه غوښتونکو ته؛ امریکا ته د لېږد بهیر...

بلینکن قطر مېشتو افغان پناه غوښتونکو ته؛ امریکا ته د لېږد بهیر به مو دوام ولري

تاند:(چار شنبه، د قوس دويمه) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په قطر کې د افغان پناه غوښتونکو له یوه کمپ څخه د لیدنې پر مهال ويلي، چې امريکا ته یې د افغان خطر ځپلو متحدينو د لېږد بهیر به دوام ولري.

د هغه په وينا، مختلفې ادارې د خطر ځپلو کسانو او امریکا سره ېې د تړاو په اړه خپلې ارزونې او د اداري پړاوونو مخته وړلو ته دوام ورکوي.

امریکايي وزير په دې برخه کې د کارکوونکو د شمير زیاتیدو خبر هم ورکړی او ویلي، چې په چارو کې له چټکتيا سره اوس د ۸۸۳ ورځو اداري پړاوونه په ۱۰۵ کې تر سره کیږي.

 امريکايي وزیر د افغان پناه غوښتونکو د لېږد بهیر د چټکتیا نور جزییات نه دي په ډاګه کړي.

 امريکا د جمهوري نظام له سقوط وروسته لسګونه زره افغانان په امريکا کې د پناه ورکولو له ژمنې سره څه خپلې خاورې ته لېږدولي او يوه لويه برخه نور يې په درېيمو هېوادونو کې د قضيو د اداري پړاوونو د مخته وړلو لپاره بللي، چې ډېری دغه کسان له ناوړه وضعيت او اقتصادي ستونزو شکایت لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...