پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+د هالیووډ مشهور اداکار ځان وژنه وکړه

د هالیووډ مشهور اداکار ځان وژنه وکړه

خبریال: جبارخېل
د هالیووډ مشهور سینمايي لوبغاړي جیسن ډیویډ فرانک ځان وژنه کړې ده.
نوموړي له پاور رینجرز سریال څخه شهرت ترلاسه کړ.
د امریکايي رسنیو د راپور له مخې د جیسن ډیویډ فرانک مینجر جسټن هنټ په یو بیان کې ویلي چې دغه ۴۹ کلن لوبغاړی اوس په دې نړۍ کې نه دی پاتې. په راپورونو کې د جیسن ډیویډ فرانک د مړینې لامل ځان وژنه ښودل شوې ده. خو د هغه د ځان وژنې لامل نه دی په ډاګه شوی.
له بلې خوا د هالیووډ د دغه اداکار کورنۍ او ملګرو د هغه د شخصي ژوند محرمیت په پام کې نیولی او په دې اړه له څه ویلو دډه کوي.
جیسن ډیویډ فرانک د ماشومانو په فلم کې د ټامي اولیور د رول لپه خاطر خورا مشهور دی. د پاور رینجرز لړۍ کې د غالب مورفین فلم او داسی نور د ده مهم فلمونه ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب