شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهلندن کې د يوې غونډې پر مهال د احمد مسعود وياند سره...

لندن کې د يوې غونډې پر مهال د احمد مسعود وياند سره اخ و ډب شوی

تاند:(پنج شنبه، د قوس درېیمه) د ټولنیزو رسنیو یو شمېر فعالانو د یوې ويډيو له خپرولو سره ادعا کړې، چې د طالبانو خلاف د یوې وسله والې ډلې ( مقاومت ملي جبهې) وياند علي ميثم نظري په لندن کې د يوې غونډې پر مهال په هګيو ويشتل شوی.

دغو فعالانو ادعا کړې، چې پر نوموړي د هګيو ويشتونکو نظري د پنجشېر د خلکو د مرسته شويو ۲۶۷ زره ډالرو د غلا تور پورې کړی.

معلومه نه ده، چې ادعا شوې دغه ټولې شوې پیسې د احمد مسعود په مشرۍ مقاومت ډلې که بل چا لپاره ټولې شوې وې، چې اوس ېې د حیف و میل تور د نوموړي پر ویاند پورې شوی.

خپله علي ميثم نظري په دې اړه څه نه دي ويلي، خو يو شمېر ملاتړو یې خپره شوې ويډيو د نوموړي خلاف دسیسه بللې ده.

د دوی په وینا، علي ميثم نظري لندن کې یوې غونډې ته تللی و، چې د هرکلي ترڅنګ یې ځینو کسانو پر وړاندې مخالفت کړی.

د نظري ملاتړو په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي او نه ېې ده په ډاګه کړې، چې د هغه خلاف د ولاړو شویو کسانو جنجال په څه و؟

علي ميثم نظري په خپله ټویټر پاڼه کې څو ورځې مخکې په لندن کې له بي بي سي ټلویزیون سره د خپلې يوې مرکې لینک خپور کړی او ورسره څرګندیږي، چې دی تازه د لندن په سفر بوخت دی.

د نوموړي سپکاوي ته منسوبه ویډیو د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي ټلويزيون او ګڼو طالب پلوو هم په خپلو ټویټر پاڼو کې خپره کړې ده.

میثم نظري د جمهوري نظام د بهرنيو چارو د یوه وزیر صلاح الدین رباني ویاند و، چې یو ځل یې د ولسمشر غني پر ضد د څرګندونو له امله له دندې ګوښه شو، خو وروسته ېې د ده ګوښه کیدل د ارګ د چارواکو پر ځای د خپل وزیر صلاحيت باله او د هغه جنجال له امله هم ډېر رسنيز شوی و.

1 COMMENT

  1. دا چآکلیټې زلمیانو پر دی وطن دغه ورځ راوستله کاشکي په پاریس کي هم دخوشحال خان خټک په اصطلاح دغسي د مرد اولاد پیدا شي چې هغه مشر چاکلیټی یې هم په هګیو ښایسته کړي ، بله خبره طالبان دی په دی پیښه خوښۍ نه کوي دوی ته ا ن شاالله په راتلونکې کې تردی هم بد وخت انتظار کوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب