چهارشنبه, مې 8, 2024
Home+د فوټبال نړیوال جام په کومو هیوادونو کې شوی

د فوټبال نړیوال جام په کومو هیوادونو کې شوی

خبریال: جیارخیل
د فوټبال نړیوال جام، چې هر څلور کاله وروسته په یو هیواد کې ترسره کیږي، له المپیک وروسته تر ټولو مهمې سپورتي سیالۍ ګڼل کېږي او له نړۍ څخه ډیر شمیر سیلانیان د دې سیالیو کوربه هیواد ته راجلبوي.
په ۱۹۳۰ کال کې د فوټبال د نړۍ د سترو سیالیو له پیل راهیسې، ۱۶ هېوادونو ۲۰ ځله د فوټبال د نړیوال جام کوربه توب کړی دی.
یوازې ۲۰۰۲ کې جاپان او جنوبي کوریا په ګډه د دې سیالیو کوربانه وو.
له 1942 او 1946 څخه د دویمې نړیوالې جګړې د پیلیدو له امله د فوټبال نړیوال جام ترسره نه شو.
د دې سیالیو اوسنۍ اتله فرانسه ده چې په روسیه کې د ۲۰۱۸ کال په نړیوال جام کې یې خپله دوهمه اتلولي وګټله.
تر نن ورځې پورې ۱۶ هېوادونو د فوټبال د نړيوال جام کوربه توب کړی او د برازيل، فرانسې، ايټاليا، جرمني او مکسیکو هېوادونو هر يو دوه ځله د دې سياليو کوربه توب کړی دی.
  د ویلو ده چې د نړیوال جام په کوربه توب تر اوسه ۶ هیوادونه په دې وتوانیدل چې د اتلولۍ جام وګټي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب