یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+روزنه | بشیراحمد سایل

روزنه | بشیراحمد سایل

د هر انسان پیدایښت په فطرتي لحاظ ازاد او خپلواک وي؛ خو راتلونکی ژوند یې هېڅ تضمین نه لري چې دی به په کوم معیار ستر کیږي؛ خو د والدینو ذوق،فکر، تګلوری،  د انسان په وجود کې په حتمي ډول را څرګندیږي چې دا په ټوله کې د ارثي خواصو د انتقال ښه ثبوت دی.
 ښه! که موږ دا قاعده وګڼو چې مریی به مریی زیږوي او بادار به بادار، بیا خو به هېڅ انسان له دې طبقاتي اصولو بری ترلاسه نه کړي!!!
 اصلاً داسې نه ده، نه دا کومه قاعده ده چې انسان دې حتمي داسې وي څنګه چې نیکونه ېې تیر شوي او نه کوم اصول، لکه څنګه چې په پښتو کې یو غلط نقل دی چې وايي (چې مورې بټیارۍ وي زوی به یې نه کړې فتح خان) ډیر ځله داسې شوي چې د عامو په اصطلاح د بټیارۍ له زامنو لوی ـ لوی انسانان جوړشوي وي، چې دا د بچو د لومړۍ روزنې په وخت کې بچي له دې غلط نقل نه لرې پاتې شوي او والدینو بچي د بادارۍ په روحیه روزلي وي.
 نو موږ ټولو ته په کار دی چې په راتلونکي کې خپل اولادونه د وطن د اصلي مالک په صفت وروزو او دا ور زده کړو چې تاسو د سیمې په سر حکمراني کړې او تاسو د دې سیمې مقتدر او با رسوخه واکمانان تیر شوي یاست او د عصري او دیني علومو ترڅنګ باید بچيو ته په فکري علم هم وده ورکړو.
 لسیزې وشوې چې له موږ څخه دغه چاره پاتې او بچي مو په کمې روحېې داسې رالوی کړل چې نه مو ورته د وطن احساس ورکړ او نه مو د بادارۍ درس، همدا دی چې اکثره زلمي مو داسې رالویان شول چې د خپلې راتلونکې ناکامۍ او بریا د بل په واک کې ګوري، چې دا نه جبرانېدونکی جرم موږ خپله کړی او کړاو یې زموږ بچي ویني.
 دا ځکه موږ په خپل تیر تاریخ او برم ملنډې ووهلې او خپلو تیر شوو ته مو هر څه چې په خولې راغلل ومو وویل، خپل زرین تاریخ مو د خلکو په خولې ضد او نقیص ولیکو او د باشهامته تاریخ نه مو د څو پیسو په بدل کې د شیخ چلي کیسه جوړه کړه همدا دی چې ځوانان مو په یو نامعلوم او ناپایه مسیر باندې سر بډاله مزل کوي.
خلکو خپل نقلي تاریخونه داسې جوړ کړل چې بچي یې د خپل تاریخ د لا ځلا له پاره شپه او ورځ کار کوي؛ زموږ ځلانده تاریخ بچو ته په تریخجن او یا د غلامۍ په نامه وړاندې شو.
 وه افغانانو!
 د خدای ج خاطر وکړئ خپلو بچو ته د دې وطن د مالکیت احساس ورکړئ او پر دې یې پوه کړئ چې دا وطن ستاسو مور ده، ستاسو کور دی همدې کې پیدا یاست اوهمدې کې به فنا کیږئ.
 کنه لرې نه ده چې راتلونکی به مو د هر سړي او ښځې په غاړه د غلامۍ حلقه پرته وي او همداسې به ذلیله ژوند کوو.

2 COMMENTS

  1. حب الوطن من الایمان
    له وطن سره مینه د ایمان جز دی.
    وطن ، هېواد ، مملکت د انسان د زېږېدو ، خاپوړو ، ماشومتوب او ټول ژوند د تېرولو ځای ته وایی . هېواد لکه خپله مور موږ ته هرشی وړیا راکوي . ساتل او خدمت یې د هر افغان ملي ، اسلامي او ایماني دنده ده .
    له خپل هېواد سره خیانت ، ملي خیانت او غداري ده چې د قانون له مخې باید اشد مجازات شي .

  2. دیر اعلی پارونکی لیکونه! ریختیا چی باید افغانان خپل اولاد ته د وطنپالنی درس او احساس ورکری. نن تول پدی فکر کی دی چی باید زامن یی د هیواد نه بهر لار شی، تر سو خه پیسی وگتی او دوی ته یی ولیژی…
    که سه هم چی په هیواد کی حالت دیر خراب دی او خلک ابتر شوی دی او دولت بدبختانه زان په خوب وهلی او له هیچا سره د مرستی کوشش هم نه کوی…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب