Homeخبرونهکابل:۵ مياشتو کې د سرطان تر ۱۰زرو زیات ناروغان ثبت شوي

کابل:۵ مياشتو کې د سرطان تر ۱۰زرو زیات ناروغان ثبت شوي

تاند:( سې شنبه،د سنبلې دوه ويشتمه)‏‏ د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د عامې روغتيا وزارت په کابل کې د سرطان د ناروغانو د بیساري خبر ورکړی.

 د سرطان ناروغۍ پر وړاندې د دغه وزارت د مبارزی مشر ذبیح الله هاشمي وايي،چې له تېرو پینځو میاشتو راهیسې تر ۱۰زرو زيات کسان د سرطان ناروغۍ د درملنې لپاره د کابل اړوندو روغتيايي مرکزونو ته مراجعه کړې ده.

سرچينه دا هم وايي،چې د دوی په روغتيايي مرکزونو کې د یادې درملنې لازم سهولتونه نه دي موجود.

نوموړي په وروستيو کلونو کې له کیمیاوي وسلو څخه استفاده او د چاپېريال ککړتيا د دغو ناروغانو د زیاتیدو اصلي لاملونه ګڼلي دي.

افغانستان د نورو ډېرو ناروغیو تر څنګ د سرطان د درملنې لپاره لازم دولتي او خصوصي روغتونونه نه لري،چې له کبله ېې ډېر ناروغان بهرنيو هېوادونو ته په تلو مجبوريږي.

له څو ورځو راهيسې په ټولنیزو رسنیو کې له طالبانو غوښتل شوي،چې د حاجیانو د حج په پاتې شویو اضافي پيسو د همداسې ناروغيو درملنې ته مجهز روغتون جوړ کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...